د کورمې پوليس وايي چې له ټله پاړه چنار ته د مال وړونکو ګاډو پر قافله برید او د امنیتی ځواکونو په ځوابي ډزو کې تر اوسه یو امنیتي سرتیری وژل شوی او د امینتي سرتیرو په ګډون ۱۵ کسان ژوبل شوي دي.
د کوزې کورمې يو پوليس چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د فبرورۍ پر ۱۷مه له ټله په خوراکي توکو او دوایانو بار د شاوخوا ۱۳۷ ګاډو قافله چې امنیتی ځواکونو او پوليسو بدرګه کول، چپري سيمې ته ورسېده.
د ده په خبره، په دې کې وروسته لسګونه ګاډي له چپري څخه پاړه چنار ته روان شول چې د وچت او مندريو په سيمه کې ورباندې ناڅاپه بريد وشو.
د ده په وینا، په برید کې پنځه ګاډي هم سوځول شوي دي.
پولیس چارواکي دا هم وویل چې پولیس او امنیتي ځواکونه نیغ په نیغه د وسله والو سره په جګړه اخته دي او د وسله والو پر ضد هیلي کاپټرونه هم کارول کېږي.
په کورمه کې د ناامنۍ له وجې سوداګریز ګاډي نشي کولای چې له ټل څخه پاراچنار ته انفرادي سفر وکړي.
د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو پرېکړه کړې چې دا ګاډي باید د قافلو په شکل کې لاړ شي، ترڅو د امنیتي ځواکونو له خوا بدرګه شي.
دا قافلې زیاتره وخت خوراکي توکي، درمل، او نور ضروري سامانونه لېږدوي، ځکه چې پاراچنار ته تلونکي لارې محدودې دي، او ناامني یې د سوداګرۍ لپاره لا سختې کړې ده.
په کورمه کې تر دې وړاندې هم پر مال وړونکو ګاډو حملې شوې دي چې پکې مرګژوبلې هم اوښتې دي. په دې ضلع کې له څو میاشتو راهيسې ناامني ده.
د تېر کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.
په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په وروستیو کې د سنیانو او شیعه ګانو مشرانو د سرکاري جرګې په کوربه توب په سيمه کې پر امنیت خبرې کړې وې. د جنورۍ په پیل کې سرکاري جرګې د شیعه او سني مشرانو ترمینځ د سولې موافقه کړې وه خو پر دې سربېره ترېنګتیا دوام لري.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.