د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شانګلې اوسېدونکو د کانکیندونکو د وژنې پرضد مظاهره کړې ده


د هرنايي په چاودنه کې یو ژوبل مزدور په کوټه کې روغتون ته لېږدول کېږي - د فبرورۍ ۱۴مې انځور.
د هرنايي په چاودنه کې یو ژوبل مزدور په کوټه کې روغتون ته لېږدول کېږي - د فبرورۍ ۱۴مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په شانګله کې خلکو د بلوچستان په پښتون مېشته ضلع هرنايي کې د سکرو د کانونو د مزدورانو د وژنې پرضد مظاهره کړې او د بلوچستان له حکومته یې د کانکیندونکو د خوندیتوب باوري کولو غوښتنه کړې ده.

د شانګلې په الپورۍ کې د فبرورۍ ۱۵مې ته ګڼ خلک ورغلي ول او د وژل شویو مزدورانو مړي یې د احتجاج په توګه ايښي ول.

تر دې یوه ورځ مخکې د هرنايي ضلعې په ښارګه کې په چاودنه کې د سکرو د کانونو ۱۰ مزدوران وژل شوي او شپږ ژوبل شوي ول.

رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو د هرنايي د ضلعي انتظامیې او امنیتي چارواکو په حواله ویلي ول چې د سکرو کان کیندونکي د فبرورۍ پر ۱۴مه د جمعې لمانځه لپاره روان ول چې ګاډی یې د رېموټ کنټرول بمي چاودنې ښکار شو.

د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

په وژل شویو کې شپږ د شانګلې او نور د سوات او د دیر اوسېدونکي ول چې مړي یې د فبرورۍ پر ۱۵مه خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

د شانګلې د عامله کمېټۍ مشر واقف شاه وکیل مظاهرې ته په وینا کې وویل چې حکومت دې د وژل شویو له کورنیو سره مالي مرسته وکړي.

ده د بلوچستان له حکومته وغوښتل چې د کانکیندونکو خونديتوب دې باوري کړي.

مظاهرچیانو وویل چې که چارواکو یې غوښتنې و نه منلې نو د ورېښمو لویه لاره (شاهراه رېشم) به احتجاجاً وتړي.

د بلوچستان حکومت لا د شانګلې د مظاهرچیانو د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې د کانکیندونکو او د سکرو د ټرانسپورټرانو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو ژمنه تکرار کړې ده.

اخوا د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي ډاکتر عباد الله احتجاج ته په وینا کې وویل چې د وژل شویو له کورنیو سره د مالي مرستې په اړه به له وفاقي حکومت سره خبرې وکړي.

تر دې وروسته خلکو احتجاج پای ته ورساوه او مړي یې خاورو ته وسپارل.

د پاکستان د سکرو زیاتره کانکیندونکي د خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د شانګلې په ګډون ملاکنډ ډېوېژن، او د افغانستان اوسېدونکي دي.

هرنايي د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۱۶۰ کېلومیټره لیرې پرته پښتون مېشته ضلع ده چې پکې د سکرو یا کویلې کانونه موجود دي.

چارواکو اژانسونو ته ویلي ول چې چاودنه د هرنايي په ښارګه کې شوې.
چارواکو اژانسونو ته ویلي ول چې چاودنه د هرنايي په ښارګه کې شوې.

په بلوچستان کې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي. د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې وسلوالو د هغې صوبې په بله پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې په سکرو بار درې لارۍ وسوځولې. تر هغې وروسته د ټرکونو مالکانو احتجاجي کاربندیز وکړ او له حکومته یې د لویو لارو د خوندي کولو غوښتنه وکړه.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال د جون پر ۲۶مه د زیارت په مانګي سیمه کې هم وسلوالو په سکرو بار ۱۱ ټرکونه سوځولي ول. د هغې پېښې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه.

په بلوچستان کې د سکرو يا کويلې له کاروبار سره په مجموعي توګه د لسګونو زرو خلکو روزګار تړلی دی. د کانونو مالکان وايي، له هغه وخت راهیسې چې امنیتي اندېښنې پیدا شوې دي، مزدوران دې ته زړه نه ښه کوي چې په غرنیو سیمو کې کانونو ته ولاړ شي.

بلخوا د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو (کویلې) کاروباریان وايي، اېف سي ځواک هره میاشت ورڅخه د امنیت ساتنې په نامه په لکونو روپۍ اخلي خو امنیت یې نه ساتي. د سکرو د کانونو مالکانو ويلي چې اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې دوه مېلیونه او د میاشتې شاوخوا شپږ نیم کروړه روپۍ جوړېږي. د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند البته وايي چې په دې اړه د کانونو د مالکانو په رضامندۍ یو تړون شوی وو.

د کانونو مالکان دا هم وایي چې بېلتونپاله وسلواله ډله بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) هم ورڅخه باج اخلي، او که يې ور نه کړي نو بيا د مرګ ګواښونه ورته کوي. هغې ډلې لا د کانونو د مالکانو دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG