د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې له وسله والو سره نښته کې څلور عسکر وژل شوي


د پاکستان پوځ وايي، په دې وروستیو کې د وسله والو پرضد عملیات چټک کړي دي.
د پاکستان پوځ وايي، په دې وروستیو کې د وسله والو پرضد عملیات چټک کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یې له وسله والو سره په نښته کې څلور عسکر وژل شوي او څلور ټپیان دي.

د پوځ چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې نښته د فبرورۍ پر ۱۵مه د میرامشا له تپي سیمې سره شوې ده.

ځايي خلکو هم مشال راډیو ته د پوځ او وسله والو ترمنځ د دې نښتې پخلی کړی دی.

پوځي چارواکي وايي چې دا نښته تر څو ساعتونو روانه وه او په نتیجه کې یې د دوی په وینا، نهه وسله وال هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي، د پاکستان پوځ پر دوی برید کړی چې په ځواب کې ورته مرګژوبله اړول شوې ده. دوی وايي، ۱۰ پوځیان یې وژلي او پنځه یې ژوبل کړي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او وسلوالو د ادعاو پخلی نه شي کولای.

بل پلو د پاکستان پوځ په ډیره اسماعیل خان کې د نهو وسله والو وژلو ادعا کړې ده.

د پاکستان یو استخباراتي چارواکي د فبرورۍ پر ۱۴مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د پاکستانيو طالبانو يو سیمه ییز کمانډر ثاقب ګنډاپور یې له نهو نورو وسله والو سره وژلی دی.

ده وویل چې دا وسله وال یې د کلاچۍ تحصیل په ګره جهان خاني کلي کې د فبرورۍ پر ۱۴مه ماسخوتن ۷ بجې د هدفي عملیاتو پر مهال وژلي دي.

دې چارواکي وویل چې د تحریک طالبان پاکستان دې کمانډر په ډېره اسماعیل خان کې فعالیت کاوی.

یادې ډلې د دې خبر تر خپرېدو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستاني پوځ د دې ادعا پخلی کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو پرضد عملیات چټک کړي دي.

د دې سیمو خلکو په وار وار د احتجاجونو پر مهال تور پورې کړی چې پوځ د دې عملیاتو پرمهال عام ولس په نښه کوي خو پوځ دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG