د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په جنوبي وزیرستان د کسټمز ادارې د چارواکو په ګډون ۴ کسان تښتولي دي


د کسټم چارواکي له انګور اډې څخه واڼه ته په لار ول، چې وسلوالو وتښتول ـ پخوانی انځور.
د کسټم چارواکي له انګور اډې څخه واڼه ته په لار ول، چې وسلوالو وتښتول ـ پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان پولیس وايي، وسلوالو د کسټمز یا ګمرکي چارو د ادارې دوه چارواکي، د سوداګرۍ خونې یو مشر او یو ډاکتر تښتولي دي.

د واڼه د پولیسو مشر امین وزیر د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۳مه د کسټمز ادارې دوه چارواکي خوشال او نثار علي او د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خونې (چېمبر اف کامرس) سیف الرحمان وزیر وتښتول.

دی وايي، هغه چارواکي له انګور اډې څخه واڼې ته پر لاره ول چې وسلوالو له ځان سره نامعلوم ځای ته ولېږدول.

امین وزیر وايي، تر دې یوه ورځ مخکې وسلوالو د سیمې یو ډاکتر نعمان خټک تښتولی وو.

دی زیاتوي چې پولیسو د هغوی د خوشې کولو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي.

د هغو څلورو کسانو د تښتونې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، په قبایلي او جنوبي ضلعو کې په وروستیو کې وسلوالو یوشمېر حکومتي کارکوونکي او نور کسان تښتولي دي.

د فبرورۍ پر څلورمه وسلوالو د بر جنوبي وزیرستان د لدا تحصيل په سپينه مېنه (مېله هم بلل کېږي) کې درې پوليس سرتېري له خپلو کورونو تښتولي ول.

د جنورۍ پر ۳۰مه وسلوالو د تیرا د سوداګرو اتحادیې مشر حاجي شېر محمد اپرېدی او د هغه ملګری ابرار اپرېدی و تښتول، نامعلوم ځای ته يې ولېږدول او وروسته یې ووژل.

داراز وسلوالو د بنو له بکاخېلو تښتولي دوه کسان د فبرورۍ پر نهمه په شمالي وزیرستان کې وژلي ول.

تر دې وړاندې وسلوالو د جنورۍ پر نهمه غرمه مهال په لکي مروتو کې د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۱۶ کارکوونکي تښتولي او د هغوی ګاډی يې سوځولی ول. چې وروسته وسلوالو ځینې تښتولي کسان خوشې کړل.

د کمېشن د کارخونې د کارکونکو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې په هغه هېواد کې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه ۷۰ سلنه زیات شول. د رپورټ له مخې، ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

داراز، په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.

په تېرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې شوې دي او خلکو په بیا بیا له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي ول چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG