د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ د خیبر پښتونخوا ۴ ضلعو کې د ۱۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پاکستان پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په څلورو ضلعو کې د ۱۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ عامه اړیکو ادارې( ای ایس پي ار ) د فبرورۍ پر ۱۳مه په خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو هغه مشکوک وسلوال د فبرورۍ پر ۱۲مه او ۱۳مه په ډېره اسماعیل خان، شمالي وزیرستان، لکي مروتو او خیبر کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې وژلي دي.

بیان وايي، امنیتي سرتېرو د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کول چې پر مهال یې له وسلوالو سره نښته وشوه او پکې د "شاه ګل" چې د "روحاني په نوم پېژندل کېده" په ګډون "پینځه" وسلوال ووژل شول.

د پوځ په بیان کې راغلي چې د شمالي وزیرستان په دوسلي او تپي سیمو کې په نښتو کې پینځه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

بیان زیاتوي چې دا راز په لکي مروتو کې په نښته کې دوه او د خیبر ضلعې په باغ کې یو مشکوک وسلوال ووژل شو.

د پاکستان پوځ په هغو پېښو کې وژل شوي ټول کسان "خوارج" بللي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

پوځ د فبرورۍ پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په کرک کې د پینځو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. پوځ تر دې مخکې د جنورۍ پر ۳۱مه د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.

د پاکستان څېړنیزې ادارې وايي، په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ناامني په بېساري ډول زیاته شوې ده. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالانو په ګډون بېلابېلې وسلوالې ډلې فعالې دي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې یې په حملو کې ګڼ پولیس، پوځیان او امنیتي سرتېري وژلي دي.

خو د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پوخ هوډ لري او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG