د کوز جنوبي وزيرستان ګوندونو او تاجرانو په يوه غونډه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کسټمز (ګمرکي) چارو ادارې د تښتول شویو چارواکو او یو سوداګر د خلاصون لپاره عملي اقدامات وکړي.
په رستم بازار کې د فبرورۍ ۱۵مې د غونډې يو ګډونوال عمران مخلص مشال راډيو ته وويل، که حکومت د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته نه کړي نو د فبرورۍ پر ۱۷مه یې د احتجاج پیلولو پرېکړه کړې.
د غونډې ګډونوالو وويل چې د ولس امنيت د رياست ذمه واري ده او بايد دا ترسره کړي.
وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۳مه د کسټمز ادارې دوه چارواکي خوشال او نثار علي او د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خونې (چېمبر اف کامرس) سیف الرحمان وزیر وتښتول.
د واڼه پولیس وايي، هغه چارواکي له انګور اډې څخه واڼې ته پر لاره ول چې وسلوالو له ځان سره نامعلوم ځای ته ولېږدول.
پولیس وايي، تر دې یوه ورځ مخکې وسلوالو د سیمې یو ډاکتر نعمان خټک تښتولی وو.
د واڼه د پوليسو يو مشر امين وزير د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې د تښتول شوو کسانو د ازادولو لپاره یې اقداماتو او هڅو ته دوام ورکړی دی، خو په دې اړه یې نور تفصیل ور نه کړ.
په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، په قبایلي او جنوبي ضلعو کې په وروستیو کې وسلوالو یوشمېر حکومتي کارکوونکي او نور کسان تښتولي دي.
د فبرورۍ پر څلورمه وسلوالو د بر جنوبي وزیرستان د لدا تحصيل په سپينه مېنه (مېله هم بلل کېږي) کې درې پوليس سرتېري له خپلو کورونو تښتولي ول.
داراز وسلوالو د بنو له بکاخېلو تښتولي دوه کسان د فبرورۍ پر نهمه په شمالي وزیرستان کې وژلي ول.
تر دې وړاندې وسلوالو د جنورۍ پر نهمه غرمه مهال په لکي مروتو کې د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۱۶ کارکوونکي تښتولي او د هغوی ګاډی يې سوځولی ول. چې وروسته وسلوالو ځینې تښتولي کسان خوشې کړل.
د کمېشن د کارخونې د کارکونکو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې په هغه هېواد کې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه ۷۰ سلنه زیات شول. د رپورټ له مخې، ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
داراز، په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.
په تېرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې شوې دي او خلکو په بیا بیا له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي ول چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.