په کورمه کې دا مظاهره پر داسې مهال شوې ده چې امنیتي سرتېرو څه موده مخکې وسلوالو ته د "پناه او خوړو ورکولو" په تور ځینې کسان ونیول. د سیمې اوسېدونکي وايي چې امنیتي سرتېرو ځینې کسان د لټون عملیاتو پر وخت له کورونو نیولي او له ځان سره یې ساتلي دي.
د اتحادیې مشر ناصر خان بنګښ د جولای پر ۲۰مه، مشال راډیو ته وویل چې تر هغې پرلت ته دوام ورکوي چې غوښتنې یې نه وي منل شوی. هغه وویل یوازینۍ غوښتنه یې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت ده.
د جولای په ۱۹مه د حزب اختلاف غړي عدنان وزیر د اسمبلۍ غونډې ته وویل چې د لسګونه زرو خلکو سوله ایز احتجاج په پای کې د بنو پوځي چاوڼې سره نېږدې پر هغوی د ډزو پېښه د اندېښنې وړ ده.
د بنو د سوداګرۍ خونو او د متحده تاجر یونیین مشر ناصر خان بنګښ د جولای ۱۹مې احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل د لاریون یوازې موخه یې د امنیت غوښتل دي. ده تور پورې کړ چې وسلوال په سیمه کې ګرځي، خلک ګواښي له خلکو "بتې (باج)" اخلي.
د بر قمبرخېلو سريشتې يا د کمېټۍ مشرانو د جولای پر ۱۷مه په غونډه کې وويل چې يو خوا يې وسلوال وژني او باج (قلنګ) ترې اخلي نو بل خوا يې امنيتي ځواکونه ځوروي او نيسي یې.
د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې حافظ ګل بهادر ډله او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پاکستان کې په "ګڼو ترهګرو بریدونو" کې د "سلګونو ملکي وګړو او د قانون پلي کوونکو ادارو غړو" د وژنې مسوول دي.
خبرپاڼه زياتوي چې تر بريد سمدستي وروسته امنيتي سرتېرو د وسلوالو پرضد عمليات وکړل چې په نښته کې درې وسلوال او دوه پوځيان ووژل شول.
امنيتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط د جولای پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې له ۶۰ زیات کسان ژوبل هم دي چې پکې ولسي وګړي او پوځيان شامل دي.
نور وښیئ