د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې مظاهرچیان وايي حکومت دې جبري بې درکه کسان عدالتونو ته وړاندې کړي


په کورمه کې خلک د احتجاج پر مهال د امنیت غوښتنه کوي - پخوانی انځور.
په کورمه کې خلک د احتجاج پر مهال د امنیت غوښتنه کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې مظاهرچيانو له حکومته غوښتنه کړې چې د وسلوالو پر وړاندې دې د عملیاتو پر مهال ورک شوي کسان عدالت ته وړاندې کړي.

د جولای پر ۲۰مه په سده کې د مظاهرې ګډونوالو د "ترهګرۍ" پرضد نعرې ووهلې.

یو مدني فعال عمران مقبل احتجاجي غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې پوځ او ملېشه ځواک يوشمېر کسان نیولي او له ځان سره یې ساتلي دي.

ده وویل د ورکو کسانو بچي یې "انتظار کوي، د دوی خويندې میندې انتظار کوي. که دوی مړه دي موږ ته يې وښیئ چې دا موږ مړه کړي دي او که يې کوم جرم یې کړی وي نو عدالت ته يې پېښ کړئ."

په کورمه کې دا مظاهره پر داسې مهال شوې ده چې امنیتي سرتېرو څه موده مخکې وسلوالو ته د "پناه او خوړو ورکولو" په تور ځینې کسان ونیول.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې امنیتي سرتېرو ځینې کسان د لټون عملیاتو پر وخت له کورونو نیولي او له ځان سره یې ساتلي دي.

تر اوسه د ورکو شویو کره شمېر معلوم نه دی خو زیاتره کسان له منځنۍ کورمې ورک دي.

د جولای ۲۰مې احتجاج ته د ورکو شویو خپلوان هم ورغلي ول.

د کورمې انتظامیې او امنیتي ځواکونو لا د مظاهرچیانو د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، څه موده مخکې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې وسلوالو ته یې د ډوډۍ ورکولو په تور ځینې کسان نیولي ول چې وروسته یې خوشې کړل.

هغه چارواکي ویلي ول چې وسلوالو ته پناه ورکول "جرم دی" او ځینې کسان چې "مشکوک دي" لا یې خوشې کېدل امکان نه لري. د پولیسو هغه چارواکي روښانه نه کړه چې هغه کسان په کوم تور د امنیتي ځواکونو په حراست کې دي.

چارواکي زیاته کړه چې له دې پرته ځینې خلک له وسلوالو سره "ملګري شوي" دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی ورک دي.

په پاکستان کې د ورکو خلکو ستونزه له څو لسیزو سابقه لري. د بشري حقونو فعالان او د ورکو کسانو خپلوان وايي چې امنیتي او استخباراتي ادارې خلک ورکوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ دا تورونه په بیا بیا رد کړي دي او وايي چې ځینې کسان چې ورک بلل کېږي له وسلوالو سره یو ځای شوي دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ز کلونو کې په کورمه کې د "سپین غره (کوه سفېد)" په نامه عملیات کړي ول خو له یوې مودې راهیسې هلته امنیتي وضع بیا خرابه شوې ده.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې هلته یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG