د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: پر پوځي چاوڼۍ بريد کې د وژل سرتېرو شمېر ۸ ته رسېدلی


د جولای پر ۱۵مه په بنو چاوڼۍ کې تر وسلوال بريد وروسته لوګی پورته کېږي.
د جولای پر ۱۵مه په بنو چاوڼۍ کې تر وسلوال بريد وروسته لوګی پورته کېږي.

د پاکستان پوځ وايي خیبر پښتونخوا په بنو کې د جولای پر ۱۵مه د پاکستاني پوځ پر چاوڼۍ بريد کې د وژل شویو سرتېرو شمير اتو ته رسېدلی دی.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې د جولای پر ۱۶مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د بريد پر مهال يې ټول ۱۰ وسلوال وژلي دي.

امنيتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط د جولای پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې په هغه بريد کې ۸۸ کسان ژوبل شوي هم دي. په ژوبلو کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۱ ولسي وګړي دي.

د چارواکو په وينا، د بريد پر مهال دوه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې وسلوالو د جولای پر ۱۵مه سهار وختي په بنو کې د پوځ د چاوڼۍ مخې ته له چاودېدونکو موادو ډک ګاډي ته چاودنه ورکړه او بیا دننه ورغلل او له پوځيانو سره یې نښته پيل کړه.

ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې برید ډير زورور وو. د دوی په وينا تر ليرې پورې کورونه ولړزېدل او ښېښې یې ماتې شولې.

د جيش الفرسان محمد په نوم يوې وسلوالې ډلې د دې بريد مسوليت منلی دی. خو د پاکستان پوځ بيا ادعا کړې چې افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی.

بلخوا تر اوسه افغان طالبانو د پاکستان پوځ د تازه بيان په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په وار وار د پوځ دا ادعاوې رد کړي او زياته کړې يې ده چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

دا لومړی ځل نه دی چې په بنو کې د پاکستاني پوځ پر مرکز برید کېږي. د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې وسلوالو بندیانو هلته موجود د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز کې له ساتونکو ټوپکې اخیستې وې او برید یې کړی وو.

وروسته د پاکستان پوځ د يرغمل شويو پولیسو د خوشې کولو او د وسلوالو د وژلو لپاره عمليآت وکړل چې پکې د ۲۵ وسلوالو د وژنې، د دريو د تسليمېدو او د دريو سرتېرو د وژل کېدو ادعا وشوه. خو تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ويلي ول چې په هغه نښته کې یې ۲۰ پوځيان وژلي دي.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان کړی دی. پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره راغلی.

خلکو غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ دې د امنیت د ټینګښت لپاره د ترهګرۍ ضد تګلارې بدلې کړي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG