د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر د بر قمبرخېلو مشران وايي نور امنيتي ځواکونو ته د چاپو اجازه نه ورکوي


د خيبر په لواړګي کې ځايي ولس د جون له ۱۹مې راهیسې د امن لپاره پرلت وهلی دی ـ انځور له ارشيفه
د خيبر په لواړګي کې ځايي ولس د جون له ۱۹مې راهیسې د امن لپاره پرلت وهلی دی ـ انځور له ارشيفه

د خيبر د تیرا د بر قمبرخېلو قبايلي سریشتې مشرانو ویلي چې په هغه سیمه کې نور وسلوال نه پرېږدي او امنیتي ځواکونو ته هم د چاپو وهلو اجازه نه ورکوي.

د بر قمبرخېلو سريشتې يا د کمېټۍ مشرانو د جولای پر ۱۷مه په غونډه کې وويل چې يو خوا يې وسلوال وژني او باج (قلنګ) ترې اخلي نو بل خوا يې امنيتي ځواکونه ځوروي او نيسي یې.

د بر قمبرخېلو د کمېټۍ يو مشر کمال الدين اپرېدي غونډې ته په وینا کې پر وسلوالو هم غږ وکړ چې له تشدده لاس واخلي. "له ولسي وګړو په زوره پیسې او مالونه اخلئ او پر کورونو مو بریدونه کوئ او لاسي بمونه رااچوئ. دا شریعت نه بربریت دی. موږ د اصل شریعت مخالف نه یو بلکې د دې بدمعاشۍ خلاف يو. نور دا ظلمونه بس کړئ. نور یی نه شو زغملی او د دې پرضد به ټول قوم درېږو."

نوموړي زياته کړه چې هغوی د امنيتي ځواکونو له "ظلمه" هم تنګ دي. "د شپې وسلوال راشي، خلکو په زوره ډوډۍ خوري او سهار بيا امنیتي ځواکونه ولس ځوروي چې ولې مو خواړه ورکول."

د غونډې مشرانو وويل چې تر دې وروسته به نه له وسلوالو سره او نه به هم له امنيتي ځواکونو سره کار لري.

د هغوی په وينا، دوی امن خوښوونکي خلک دي خو تر دې وروسته به امنيتي ځواکونو ته اجازه ور نه کړي چې ولسي وګړي په "زور" ورڅخه یوسي.

د سیمې مشرانو په خپلو څرګندونو کې زياته کړه چې "امن قایمول د ریاست ذمه واري" ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر کې سیاسي ګوندونو او قبايلي مشرانو په وروستيو کې دعوې کړي چې امنیتي ځواکونو ورڅخه د وسلوالو خلاف د "امن لښکرو" جوړولو غوښتنه کړې ده.

په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې شاوخوا دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې. حکومت د هغو لښکرو غړو ته د وسلو ګرځولو اجازه هم ورکړې وه چې دا ډول یې په ملاتړ د وسلوالو ډلو خلاف وجنګېږي.

د دې په غبرګون کې وسلوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، پر هغو لښکرو او د کمېټۍ پر مشرانو او غړو بریدونه کول چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

په تېرو کلونو کې چې امنیتي وضع نسبتاً ښه شوه نو هغه کمېټۍ او لښکرې ړنګې شوې خو پر دې سربېره یې اوس هم کله نا کله پر پخوانیو مشرانو او غړو حملې کېږي.

د خیبر ځايي او امنيتي چارواکو لا د بر قمبرخېلو د مشرانو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو د پاکستان پوځ وايي د امنيت ذمه واري په ښه ډول ترسره کوي او د وسلوالو خلاف يې هدفي علميات روان دي.

د خیبر انتظامي او امنیتي چارواکو تر دې مخکې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د وسلوالو پرضد یې مبارزې ته دوام ورکړی دی او هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. چارواکي البته له ولسي وګړو څخه د وسلوالو پرضد په اقداماتو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

خیبر ضلع خپل تاریخي، اقتصادي او امنیتي ارزښت لري. دا سیمه د خیبر دره لري چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ده.

د پاکستان پوځ له ۲۰۱۴ز کال څخه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د هغې ضلعې په بېلا بېلو برخو کې عملیات شوي ول چې پر اساس یې هغه سیمه له وسلوالو پاکه وګرځوله. د عملیاتو له وجې زرګونه کورنۍ بې ځای شوې وې. په خیبر کې په وروستیو کلونو کې ناامني بیا زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG