د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: وسلوال بريد کې د ۲ پوځيانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي


په ډېره اسماعيل خان کې د پوځ سرتېري ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
په ډېره اسماعيل خان کې د پوځ سرتېري ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په يو وسلوال بريد کې د دوو پوځيانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې د جولای پر ۱۶مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې پر همدغه ورځ سهار نامعلومه وسلوالو د ډېره اسماعيل خان د پرووه تحصیل په کړي شموزۍ کلي کې پر کليوال روغتيايي مرکز بريد وکړ چې په نتيجه کې يې دوې روغتياپالانې، دوه ماشومان او يو څوکيدار ووژل شو.

خبرپاڼه زياتوي چې تر بريد سمدستي وروسته امنيتي سرتېرو د وسلوالو پرضد عمليات وکړل چې په نښته کې درې وسلوال او دوه پوځيان ووژل شول.

د پوځ په وينا، په هغه سيمه کې د وسلوالو پرضد تصفيوي عمليات دوام لري.

تر دې وړاندې، امنيتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي ول چې وسلوالو په کړي شموزۍ کلي کې د پوځ پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ او دوه سرتېري يې ووژل.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر چاوڼۍ بريد کې د وژل شویو سرتېرو شمير اتو ته رسېدلی دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې د جولای پر ۱۶مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د هغه بريد پر مهال يې ټول ۱۰ وسلوال وژلي دي.

امنيتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط د جولای پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې په بنو کې د جولای ۱۵مې په بريد کې ۸۸ کسان ژوبل شوي هم دي. په ژوبلو کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۱ ولسي وګړي شامل دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې وسلوالو د جولای پر ۱۵مه سهار وختي په بنو کې د پوځ د چاوڼۍ مخې ته له چاودېدونکو موادو ډک ګاډي ته چاودنه ورکړه او بیا دننه ورغلل او له پوځيانو سره یې نښته پيل کړه.

ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې بريد ډېر زورور وو. د دوی په وينا تر ليرې پورې کورونه ولړزېدل او ښېښې یې ماتې شولې.

د جيش الفرسان محمد په نوم يوې وسلوالې ډلې د دې بريد مسوليت منلی دی. خو د پاکستان پوځ بيا ادعا کړې چې افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی.

بلخوا تر اوسه افغان طالبانو د پاکستان پوځ د تازه بيان په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په وار وار د پوځ دا ادعاوې رد کړي او زياته کړې يې ده چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې وسلوال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان کړی دی. پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره راغلی.

خلکو غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ دې د امنیت د ټینګښت لپاره د ترهګرۍ ضد تګلارې بدلې کړي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG