پښتین که څه هم دا په ډاګه نکړه چې جرګه به چېرې کوي خو دومره یې وویل چې د اکتوبر پر ۱۱مه به د ټول پښتون قام استازي په یو میدان کې را غونډوي چې د ده په وینا، د قام پر مسلو بحث وکړي او بیا یو شریکه او غوڅه کړنلاره وټاکي.
د جولای پر درېيمه په باجوړ کې په يوه بمي برید کې د دوو قبایلي مشرانو په ګډون پینځه کسان ووژل شول. د پولیسو په وینا د هغه برید هدف پخوانی سېنېټر او د ناوګۍ تحصیل قبایلي مشرهدایت الله وو. په برید کې د ماموند تحصیل د نیاګ په نامه کلي ځوان مشر ملک عرفان هم ژوند له لاسه ورکړ.
د غورځنګ مشرانو، غړو او پلویانو د وزیر جسد د جولای پر ۱۱مه په یوه قافله کې له اسلام اباده د پېښور پر لاره وزیرستان ته ولېږداوه.
روانه اوونۍ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې په حملو او د عملیاتو پر مهال په نښتو کې یوشمېر سرتېري او مشکوک وسلوال ووژل شول.
ګیله من وزیرد جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یوه حمله کې تر ژوبلېدو وروسته د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز) په روغتون کې بستر وو.
د ګيله من وزیر خپل نوم حضرت نعيم وو. هغه د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی وو. نوموړی د بشري حقونو لپاره د فعالیت او له پښتنو سره د مینې او ملتپالنې شاعرۍ لپاره ډېر مشهور وو.
پشتین د جولای پر نهمه شپې مهال په اسلام اباد کې د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز) د روغتون مخکې ته د پي ټي اېم ورغونډو شویو غړو ته په وينا کې وويل چې بهرنيو ډاکټرانو ته یې د ګيله من وزیر د طبي معاینو یا ټېسټونو راپور استولی دی.
د جولی پر اتمه، په پېښور کې په دې غونډه کې د کوربه عوامي نيشنل ګوند تر څنګ جماعت اسلامي، قومي وطن ګوند، جمعیت علما اسلام (ف)، مزدور کسان پارټۍ، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او د عوامي ورکرز ګوند استازو ګډون کړی وو.
د سبزیو او مېوو د سوداګرو اتحادیې مشرانو د جولای پر اتمه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د جولای له لومړۍ نېټې راهيسې له افغانستانه د سبزیو او مېوو پر راوړلو ټيکس يا ماليه نېږدې زر فیصده زیاته کړې ده.
نور وښیئ