مسید د جولای پر اوومه له مشال راډيو سره خبرو کې زیاته کړه چې له پوځي کلا څخه د ولسي وګړو پر کورونو د پوځ ډزو خلک غصه کړي دي. په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان پوځ د مظاهرچیانو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د درابڼ پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې په دې اړه پلټنې روانې دي او د خلکو شکایتونه به اوري.