د خیبر پښتونخوا ملاکنډ ډویژن په بونیر کې چاودنې دوه کسان وژلي دي.
په بونیر کې د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند، نیاز محمد د جولای په ۱۹مه ماښام مهال مشال راډیو ته وویل چې د ګدیزي تحصیل په لېرې پرته سیمه ډوکډه، کنډاو کې د بارودو د چاودېدو په نتیجه کې دوه هلکان وژل شوي دي.
د ژغورنې ادارې د ویاند په خبره دا په ځمکه کې د ښخ شویو بارودو (ماین) چاودنه وه.
هغه وویل، تر پېښې وروسته ژغورونکو ډلو، مقامي اوسېدونکو او پولیسو د وژل شویو کسانو مړي ځايي هسپتال ته وړي دي.
وژل شوي ځوانان ۱۵ کلن فضل وهاب او ۱۴ کلن علي محمد دي چې د جواړۍ کنډاو اوسېدونکي وو. پولیس وايي د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
بونیر له پېښوره څه دپاسه ۱۵۰ کیلومیتره لېری غرنۍ سیمه ده. دا ضلع د صوابۍ، سوات، مردان، شانګلې، او تورغر سره پولې لري.