د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو برید: پاکستان د طالبانو د سفیر مرستیال احضار کړی دی


په بنو چاوڼۍ کې د وسلوالو تر برید وروسته له ودانۍ لوګي خېژي - د جولای ۱۵مې انځور.
په بنو چاوڼۍ کې د وسلوالو تر برید وروسته له ودانۍ لوګي خېژي - د جولای ۱۵مې انځور.

پاکستان وايي چې د خیبر پښتونخوا د بنو پر چاوڼۍ یې د وسلوال برید پر سر په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفیر مرستیال ته سخت احتجاج کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې یې د افغانستان د سفارت مرستیال وزارت ته ورغوښتی وو او ورته یې سخت احتجاج وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د جولای پر ۱۶مه وویل چې په بنو کې د جولای پر ۱۵مه پر چاوڼۍ په حمله کې اته سرتېري ووژل شول.

پوځ وايي چې د برید پر مهال یې په نښته کې ټول ۱۰ مشکوک وسلوال وژلي دي.

د "جيش الفرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې د بريد مسووليت منلی وو.

خو د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې "افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې" پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې حافظ ګل بهادر ډله او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پاکستان کې په "ګڼو ترهګرو بریدونو" کې د "سلګونو ملکي وګړو او د قانون پلي کوونکو ادارو غړو" د وژنې مسوول دي.

په بیان کې د طالبانو پر حکومت د بنو د برید "د بشپړو پلټنو"، پکې د ککړو کسانو پرضد د "سمدستي، قوي او اغېزناکه" اقداماتو او د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د حملو د تکرارېدو د مخنیوي غوښتنې شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې اسلام اباد د طالبانو له حکومته د ټي ټي پي او نورو وسلوالو ډلو پرضد د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

پاکستانيو چارواکو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون وسلوالې ډلې د افغانستان خاوره کاروي او پر پاکستان حملې کوي.

د طالبانو حکومت لا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه نه شته او هېچا ته د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو حکومت داراز وايي چې د ټي ټي پي وسلوال فعالیتونه د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار ویلي دي چې په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته ځي.

ډار د جولای پر نهمه د سېنېټ د بهرنيو اړيکو د کمېټې غونډې ته په وینا کې کابل ته د خپل سفر نېټه یاده نه کړه خو زیاته یې کړه چې هڅه کوي چې د طالبانو له حکومت سره یې تعلقات ښه شي.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان کړی دی.

پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره راغلی.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG