د اوکرایین په چارو کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی وايي، په هغو حل لارو کې چې پر بنسټ يې د ا وکرایین د جګړې د پای ته رسیدو هڅې کیږي، د دې هېواد ګټې په پام کې نیول کیږي. کیت کیلوګ ویلي، دغه حل لارې به عادلانه وي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګییر پیدرسن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ د هغو هڅو ستاینه وکړه چې پر سوریې د بندیزونو د لرې کیدو سبب شوې دي. په ورته وخت کې ښاغلي پیدرسن له نړیوالو وغوښتل چې د سوریې مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
وروسته له هغه چې د امریکا د استازو د جرګې د بورچټ ټیم غړو د امریکا له خوا له افغانستان سره مرسته، چې د دوی د ادعا له مخې طالبانو ته استول کیږي، د بندیدو غوښتنه وکړه. د امریکا منتخب ولسمشر طالبانو ته دده په وینا د امریکا له خوا"د ملیاردونو ډالرو " استول د "نه منلو وړ" بللي دي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره په افغانستان کې د طالبانو سره، ددې ډلې د حد اقل یو بندي په بدل کې د امریکايي زندانیانو د خوشې کیدو په اړه د خبرو په حال کې ده. دا خبره د والسټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې په یو راپور کې کړي.
د کانګرس د ګډې جرګې مشري د امریکا اوسنۍ مرستیال ولسمشرې او په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیالې کمالا هریس کوله. اغلې هریس د امریکا د راتلونکي ولسمشر په توګه د ۳۱۲ ټاکنیزو پلاوو په ګټلو د ډونالډ ټرمپ بریا تصدیق کړه. هغې همدارنګه د ۲۲۶ ټاکنیزو پلاویو په ترلاسه کولو خپله ماته هم تایید کړه.
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې متحد ایان مسک او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ ترمنځ لفظي شخړه اوج ته رسېدلې.
د سوریې د هوايي چلن چارواکو ډاډ ورکړی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په دمشق او حلب ښارونو کې د الوتنو هرکلي ته چمتووالی لري.
په غزه کې یو وار بیا د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي، له بلې خوا د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د اوربند د ټینګښت لپاره مذاکرې پیل شوي دي.
د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو نن په پلازمینه دمشق کې د سوریې له نوي مشر احمد الشرع سره وکتل او هغه ته یې وویل چې اروپایي ټولنه له سوریې سره د نویو اړیکو د ټنیګولو هیله لري.
د امریکا د پوځ یوه پخواني سرتېري د لوزیانا ایالت په نیو اورلینز ښار کې د موټر په واسطه پر هغو کسانو برید وکړ چې نوی کال یې لمانځه.په پېښه کې د پنځلس کسانو د وژل کېدو او شاوخوا دېرش نورو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.
ایران پر سعودي عربستان وروسته تر دې اعتراض وکړ چې ریاض د یوشمیر ایرانیانو د اعدام خبر ورکړ.
نور راوښيه