د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د اسراییل کابینې د اوربند موافقه تایید کړه؛ په لومړي پړاو کې ۷۳۷ فلسطیني بندیان خوشې کوي


د اسراییل د عدلیې وزارت نن شنبې وویل چې په غزه کې د اوربند او د یرغملو د خوشې کېدو لپاره د شنبې د ورځې تایید شوې موافقې د لومړي پړاو په ترڅ کې به ۷۳۷ بندیان او توقیف شوي فلسطینیان خوشې شي.

دې وزارت نن شنبې په یوه اعلامیه کې، چې په خپله ویب پاڼه کې یې خپره کړې، ویلي چې حکومت د زندانونو د ادارې تر څار لاندې د ۷۳۷ بندیانو او توقیف شویو کسانو خوشې کېدل تصویب کړي دي.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو ایتلافي حکومت له فلسطینۍ حماس ډلې سره د اوربند او یرغملو د خلاصون په اړه موافقه، چې امنیتي کابینې یې مخکې ملاتړ کړی و، تایید کړه. دې اقدام سره د دغې موافقې په اړه د څو ورځو ناڅرګند حالت پای ته ورسېد.

د نتنیاهو دفتر د شنبې په ورځ سهار وختي اعلان وکړ چې له څو ساعتونو بحثونو وروسته، د اسراییلو حکومت له حماس سره د موافقې په تایید رایه ورکړه. د یو شمېر ښي اړخو وزیرانو له مخالفت سره سره د دې پرېکړې تمه کېده.

د اسراییل د بشپړې کابینې غونډه، چې پرون جمعه د ورځې ناوخته له ټاکلي وخت څخه په ځنډ پیل شوې وه، نن شنبې د یهودانو د عبادت د ورځې تر سهار وختي پورې دوام وکړ. د حکومت د دغې پرېکړې په وړاندې مخالفین کولی شي د عدالت عالي محکمې ته شکایت وکړي، خو داسې ښکاري چې محکمه په دې قضیه کې مداخله ونه کړي.

د اسراییل د عدلیې وزارت له خوا د خوشې کېدونکو کسانو په نوملړ کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي، او وایي چې دوی به سبا یکشنبه د سیمه‌ییز وخت له مازدیګر څلورو بجو مخکې خوشې شي.

دې وزارت له مخکې د ۹۵ فلسطیني بندیانو نوملړ خپور کړی، چې اکثریت یې ښځې دي، او څرګنده کړې یې ده چې دوی به په غزه کې د اسراییلي یرغملو د خلاصون په بدل کې خوشې شي.

په خپاره شوي اوږده نوملړ کې د زکریا الزبیدي نوم هم شامل دی، چې د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس د فتح ګوند د وسله‌والې څانګې مشر و. زبیدي په ۲۰۲۱ کال کې د اسراییل د ګیلبوا له زندان څخه له پنځو نورو فلسطینیانو سره وتښتېد، چې د بېرته نیولو لپاره یې پلټنې څو ورځې دوام وکړ. نوموړی د فلسطینیانو له خوا د اتل په توګه ستایل کېږي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې له مخې، په غزه کې اوربند د یکشنبې په ورځ د سیمه‌ییز وخت د غرمې په ۱۲ بجو او ۱۵ دقیقو نافذېږي.

XS
SM
MD
LG