سره له دې چې ځینو ښي – اړخو وزیرانو یې مخالفت کاوه خو تمه کېده چې دا پرېکړه وشي.
دا تړون اوس د وروستي لاسلیک یا توشیح لپاره د نتانیاهو ایتلافي حکومت ته ځي، کوم به چې د یکشنبې په ورځ د تړون د پلي کیدو لپاره لاره هواره کړي.
تر دې مخکې د اسراییلو د صدراعظم دفتر تایید کړې وه چې په دوحه کې مرکچي ټیمونو د غزې اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون تړون لاسلیک کړی دی.
تمه ده د اسراییلو کابینه شنبې ترسره شي.
د اسراییلو د صدراعظم د دفتر په وینا، تمه کیږي چې د حماس افراطي ډله به د اوربند د موافقې سره سم، راتلونکې یکشنبې په ورځ لومړني یرغمل خوشې کړي.
دا تړون له ۱۵میاشتنۍ جګړې وروسته رامنځته شوی هغه جګړه چې غزه پکې تر ډېره ویجاړه شوه.
د اسراییل کابینه له سختدریځې حماس ډلې سره د شوې موافقې د تایید په اړه نن داسې داسې مهال غونډه کوي چې په تیرو څو ساعتونو کې یې د احتمالي ځنډیدو په اړه اندیښنې راپورته شوې وې.
په قطرکې د دغې موافقې له اعلان سره سره په غزه کې، د اسراییل جنګي الوتکو پراخو بریدونو ته دوام ورکړی او فلسطیني چارواکو د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د اوربند په اړه له اعلان شوې موافقې وروسته په لومړی ورځ په غزه کې لږترلږه ۸۶ کسان وژل شوي دي.
د اسراییل د صدراعظم بینامین نتانیاهو دفتر نن سهاروختي وویل چې تصویب نږدې دی او محدوده امنیتي کابینه به نن د بشپړې کابینې ترغونډې مخکې غونډه وکړي ترڅو دغه موافقه تصویب کړي چې وروسته به عملي شي.
که د اسراییل کابینه دغه موافقه چې د قطر، مصراو متحدو ایالتونو په منځګړیتوب شوې، تایید کړي، د یکشنبې له ورځې به عملي بڼه خپله کړي.
د رویترز په وینا حماس نن جمعه په یوه بیان کې وویل چې په غزه کې د اوربند د موافقې په وړاندې ټول خنډونه لیرې شوي دي.
د دغې موافقې له مخې چې ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ غرمه مهال عملي شي، له مخې یې اسراییلي ځواکونه له غزې وځي، د حماس له خوا یرغمل او د اسراییل له خوا یوشمیر فلسطیني بندیان خوشې کیږي او غزې ته د بشري مرستو لیږد پیلیږي. د اسراییلي رسنیو په وینا ښایي لومړني یرغمل د یکشنبې په ورځ مازدیګر مهال خوشې شي.
که چیرې دغه موافقه عملي شي، نو هغه جګړه به ودروي چې د غزې ډیرې ښاري سیمې یې پرکنډوالو بدلې کړي او په نتیجه کې یې له ۴۶۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي او په لسګونو زره نور ټپیان شوي دي.
په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبرپه اومه د حماس وسله والو د اسراییل پرجنوبي قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او دونیم سوه نوریې یرغمل کړل.