د اوربند د موافقې له مخې په راروانو شپږو اوونیو کې به د حماس له بنده ۳۳ یرغمل شوي کسان، د اسراییل له زندانونو، د سلګونو فلسطیني بندیانو د ازادۍ په بدل کې خوشې کېږي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه موافقه به چې تېره چهارشنبه ورباندې سلا وشوه، د یکشنبې له ورځې د اسراییل پر وخت د غرمې له دوولسو بجو تطبیق شي.
د مصر او د امریکا د متحدو ایالتونو تر څنګ قطر د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند د هڅو منځګړیتوب کاوه.
په پام کې ده چې د یکشنبې ورځې په ۱۲بجو په غزه کې د اوربند د موافقې عملي تطبیق پیل شي.
دغه اوربند به د حماس او اسراییل ترمنځ تر ټولو ویجاړوونکې او وژونکې جګړه پای ته ورسوي، چې څه باندې ۱۵ میاشتې یې کېږي. امریکا او اروپايي ټولنه تندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.
په غزې تړانګه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی د حماس ډلې وسلوالو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ زیات نور یې یرغمل کړل.
ویل کېږي، د یرغمل شویو له ډلې شا و خوا ۱۰۰ یې لا هم د حماس ډلې په برمته کې دي او ځینې یې ممکن د بند پر مهال مړه شوي هم وي.
د اسراییل عدلیې وزارت نن شنبې ویلي چې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره د شنبې د ورځې تایید شوې موافقې په لومړي پړاو کې به ۷۳۷ فلسطیني بندیان او توقیف شوي خوشې شي.
د اسرائیل کابینې د غزې د اوربند موافقه چې له مخې به یې لسګونه یرغمل شوي کسان تبادله شي نن سهار وختي تصویب کړه.
د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر نن ویلي چې کابینې نن سهار وختي په غزه کې د اوربند لپاره موافقه تایید کړه، چې له دې اقدام سره د دغې موافقې په اړه د څو ورځو ناڅرګند حالت پای ته ورسېد.
حماس منلې، چې د اوربند موافقې په لومړۍ ورځ به درې ښځینه یرغمل شوي کسان خوشې کوي او په دویم پړاو کې به د نارینه سرتېرو په ګډون نور یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
دې ډلې ویلي چې څلور نورې یرغمل شوي مېرمنې به د موافقې د تطبیق پر اوومه ورځ خوشې کړي او پاتې ۲۶ نورې د پنځو اوونیو په لړ کې خوشې کېږي.
بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو د اوربند پر موافقه د سلا کېدو د پرمختګ هرکلی کړی دی.
حماس ویلي، تر هغو چې د اوربند موافقه عملي شوې نه وي او اسراییلي پوځیان د فلسطینیانو له دغه قلمروڅخه په بشپړ ډول وتلي نه وي، پاتې یرغمل شوې کسان به نه خوشې کوي.
د غزې په جګړه کې تر ۴۶۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دې جګړې د غزې د ۲.۳ ملیون وګړو ۹۰ سلنه بېځایه کړل او د سیمې زېربناوو ته یې پراخ زیان اړولی دی.