د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دفتر د اعلامیې له مخې امنیتي کابینې د جمعې په ورځ مازیګر مهال په غزه کې د اوربند او د فلسطیني بندیانو د ازادۍ په بدل کې د حماس په لاس د یرغمل شویو کسانو د خلاصون تړون تصویب کړ.
د امریکا د متحدو ایالتونو تلونکي ولسمشر د دغه هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې حماس ډله، چې واشنګټن او اروپایي ټولنه یې ترهګره بولي، د اسرائیل برمته کسان خوشي کوي.
د قطر په پلازمینه دوحه کې وروسته له څو اونیو خبرواترو موافقه وشوه چې د غزې جګړه به د اوس لپاره دریږي، حماس ډله چې واشنګتن او اروپایي ټولنه یې ترهګره بولي، برمته خوشي کوي او اسراییل به په سلګونو فلسطنیان له زندانونو ازادوي. اوربند به له راتلونکې یکشنبې پيلیږي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس وايي چې کییف او شریکان یې باید پر روسیه فشار راوړي څو د جګړې د پای ته رسولو لپاره په هر ډول احتمالي خبرو اترو کې د اوکراین دریځ ښه کړي.
د اروپایي ټولنې د سرحدونو اداره وایي، تېر ۲۰۲۴ کال کې اروپا ته په ناقانونه لارو د کډوالو ورتګ ۳۸ سلنه کم شوی دی.
ناټو سازمان او د یوشمېر اروپایي هېوادونو مشرانو هوکړه کړې چې بالتیک سمندر کې د څارنې یو ماموریت پيل کړي. دا اقدام وروسته تر دې کېږي چې څو "جدي" پېښو کې مهمو سمندري تاسیساتو ته زیان واوښته.
له سودان څخه رارسېدلي راپورونه وايي، د پلازمېنې خرطوم پر شاوخوا سیمو د راکټي حملو په نتیجه کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. مرستندویې ډلې وايي چې دا د تلفاتو لومړنۍ شمېرې دي او ښايي د مړو په شمېر کې نور زیاتوالی هم راشي.
په لاسانجلس کې لږ تر لږه په درو سیمو کې لوی اور لا هم بل دی، او د قربانیانو شمېر ۲۴ تنو ته زیات شوی دی.
دا پرمختګ وروسته له هغې وشو، چې د اسرائیل د استخباراتي ادارې مشرانو، د منځني ختیځ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي او د قطر صدراعظم تېره شپه په خپلو کې خبرې وکړې.
د امریکا متحدو ایالتونو پرون جمعه د روسیې د انرژۍ پر سکټور پراخ بندیزونه ولګول.
د امریکا منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره د ده د کتنې پرتنظیمولو کارروان دی. هغه وویل، پوتین د دې کتني غوښتونکی دی او دی هم دا غواړي، ترڅو په اوکراین کې روانه جګړه پای ته ورسول شي. کریملین وویل چې ولسمشرپوتین هم تیاردی چې له کوم قید او شرط پرته له ټرمپ سره وګوري.
نور راوښيه