اسراییل اعلان وکړ چې له افراطي ډلې حماس سره په غزه کې اوربند د ځايي وخت له ۱۱:۱۵ څخه پیل شوی دی.
دا ځنډ د حماس له خوا د خوشې شویو یرغملو د نوملړ په ترلاسه کولو کې د ځنډ له کبله درې ساعته ناوخته پیل شو.
د دې ځنډ په لړ کې، اسراییل په غزه بریدونه روان وساتل. د غزې د چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
حماس دغه ځنډ د "تخنیکي دلایلو او پېچلو میدانې شرایطو" له امله بللی و او وروسته یې د دریو خوشې شویو اسرائیلي ښځو نومونه خپاره کړل.
د دې توافق له مخې، د ۴۲ ورځو په موده کې به د ۳۳ اسراییلي یرغملو د خوشې کېدو په بدل کې، سلګونه فلسطیني بندیان د اسراییل له زندانونو څخه خوشي کړای شي.
ټاکل شوې وه چې د غزې په تړانګه کې ۱۵ میاشتنۍ جګړه د یکشنبې په ورځ، (د مرغومي ۳۰مه) د سهار په اته نیمو بجو بنده او اوربند ټینګ شي؛ خو د اسراییلي پوځ ویاند، ډانیل هګاري د سهار په ۸:۳۰ بجو یوې خبري ناستې ته وویل چې د بنیامین نتانیاهو په امر اوربند نه عملي کېږي، ځکه چې د حماس افراطي ډلې توافق مات کړی او تر دې دمه یې د هغو یرغملو د نومونو لیست، چې ټاکل شوې وه نن یې خوشي کړي، نه دی وړاندې کړی.
د اسراییلي ورځپاڼې "یدیعوت احرونوت" د راپور له مخې، حماس ویلي چې د یرغمل شویو کسانو د نوملړ په وړاندې کولو کې ځنډ په میدان کې د تخنیکي ستونزو له امله دی. دې ډلې زیاته کړې چې دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
د حماس یوه غړي مخکې ویلي و چې د نوملړ په وړاندې کولو کې ځنډ د دې لپاره راغلی چې یرغمل شوي اسراییلیان باید لومړی خوندي ځای ته بیول شي.
ټاکل شوې وه چې حماس د شنبې په ورځ د مازیګر په ۴ بجې د لومړیو درو کسانو، چې باید خوشي یې کړي، د نومونو لیست وړاندې کړي.
مخکې ویل شوي وو چې درې اسراییلي یرغمل، چې ملکي ښځې دي، د ماسپښین په ۴ بجو خوشې کیږي، او د اسراییل خاورې ته د هغوی تر انتقال وروسته به له ۹۰ زیات فلسطیني بندیان خوشې شي.
د اسراییلي پوځ ویاند د یکشنبې په سهار ټینګار وکړ چې تر هغه وخته چې حماس د هغو یرغمل شویو کسانو نوملړ، چې د هغوی پر خوشې کولو توافق شوی، وړاندې نه کړي، اسراییل به اوربند ونه کړي او د پوځ عملیات به دوام ولري. حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.
د اسراییلي تلویزیونونو راپورونه وايي په هغه شېبه کې چې باید اوربند نافذ شوی وای، پر غزې هوايي بریدونو دوام وکړ.
په همدې حال کې، د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د نن ورځې له سهار څخه یې له هغو سیمو څخه شاتګ کړی چې د فلسطیني وګړو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وه.
په ورته وخت کې، د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د یکشنبې سهار یې د شاؤل اورون جسد، چې د حماس ډلې له خوا څه باندې ۱۰ کاله پخوا نیول شوی و، موندلی او اسراییل ته انتقال کړی دی. شاؤل اورون د ۲۰۱۴ کال په جګړه کې د هدار ګولډین په نوم له یوه بل افسر سره ووژل شو، او د هغه جسد له حماس سره و. د هدار ګولډین جسد لا هم له حماس سره پاتې دی. د اورون د جسد له موندلو سره، له حماس څخه د اسراییل د غوښتل شوو یرغملو او جسدونو شمېر ۹۷ ته راکم شوی دی.
د اوربند او د یرغملو د خوشې کولو توافق د متحدو ایالتونو، قطر، او مصر په منځګړیتوب ترسره شوی، او د جګړې دواړو خواوو یې لاسلیک کړی دی.
د دې توافق لومړۍ مرحله ۶۰ ورځې ده، او د راتلونکو مرحلو جزئیات به د اړخونو ترمنځ په مذاکراتو کې وټاکل شي.