د حماس او اسراییلو تر منځ د تړون په اساس تمه ده چې اسراییلي عسکر په تدریجي شکل له غزې ووځي او د بې ځایه شوي خلک بېرته خپلو اصلي مېنو ته ورستانه شي.
نعمان ابو جراد له خپلې مېرمنې او شپږ لوڼو سره د غزې د شمال د بیت حنون له سیمې د جګړې له ویرې تښتېدلی وو.
نعمان او کورنۍ یې د غزې سر تر پایه مزل کړی وو او بلاخره په خان یونس کې د کډوالو په یوه کمپ کې دېره شول.
دا کورنۍ د شاوخوا دوو میلیون او درې لکه نورو فلسطینیانو په څېر اوربند ته په تمه دي چې وکولای شي بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.
نعمان رویټرز ته وویل:
«موږ ددې کړاو د ختمېدو لپاره په بې صبرۍ انتظار باسو، چې بلآخره دا ویره، دا وژنې، دا کډوالۍ او بې کورۍ، ورانۍ او وینه توییدنه بنده شي او خپلو سیمو او کور ته په سلامتۍ ورسیږي. که خرابه هم وي خو موږ ته قبوله ده. موږ چمتو یو چې خپلې خیمې همالته ودروو مګر همدا چې خپلو اصلي مېنو ته ورستانه شو او نور له خپلو کورنیو او دوستانو سره بد خبرونه وانه ورو.»
تمه کېږي چې د یکشنبې له سهاره د تړون د اولنۍ برخې تطبیق پیل شي.
د تړون لومړۍ مرحله
د تړون په لومړۍ مرحله کې به ۳۳ اسراییلي یرغمل چې ښځې، ماشومان او تر پنځوسو کلنو پورته سړیان پکې شاملیږي خوشې شي.
په بدل کې به یې سلګونه فلسطیني بندیان راخوشې کېږي داسې چې د هر ملکي یرغمل اسراییلي په بدل کې ۳۰ فلسطیني بندیان او د هرې ښځینه یرغمل اسراییلۍ عسکرې په بدل کې ۵۰ فلسطیني بندیان خوشې کيږي.
همدارنګه موافقه شوې چې د ورځې به ۶۰۰ لارۍ بشري مرستې غزې تړانګې ته ورسیږي.
د مصر په خاوره کې واردمخه سلګونه لارۍ بشري مرستې ولاړې دي او د رفح له عبوري سیمې سره غزې ته د ننوتلو انتظار باسي.
د تړون دویمه مرحله
د حماس او اسراییلو د تړون په دویم دور کې به چې وروسته یې په اړه مذاکرات پیلیږي ټول پاتې یرغمل نیول شوي کسان خوشې کېږی او اسراییلي سرتیري هم په بشپړه توګه له غزې تړانګې وځي.
د تړون وروستۍ او دریمه مرحله
د تړون دریمه او وروستۍ مرحله چې احتمالاً کلونه وخت ونیسي د ملګرو ملتونو، مصر او قطر تر څار لاندې د غزې بیا رغونه او هم د ټولو مړو شویو یرغملو د جسدونو او د بدن د پاتې شویو انتقال پکې شاملیږي.
تمه کېږي چې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب رامنځته شوی تړون به بلاخره د غزې د ۱۵میاشتنۍ جګړې د ختمېدو لامل شي.
پر غزې وروسته له هغه د اسراییلو هوايي او ځمکني بریدونه پيل شول چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییلو په جنوب په برید سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او نږدې ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
حماس ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګره ګڼل کېږي
د حماس تر څار لاندې د غزې روغتیايي چارواکو ویلي چې د اسراییلو په بریدونو کې چې ان تر شنبې هم دوام درلود نږدې ۴۷زره کسان وژل شوي دي.