د اسراییل د حکومت بشپړې کابینې تېره شپه ناوخته په غزه کې د اوربند د طرحې په اړه بحث وکړ. له دې مخکې امنیتي کابینې پرون حکومت ته سپارښتنه وکړه چې دا موافقه تایید کړي.
د دې موافقې په اساس سبا یکشنبې به د غزې په تړانګه کې اوربند نافذ شي. د صدراعظم بنیامین نتنیاهو تندلارو ښي اړخو متحدانو د اوربند د دې طرحې پر وړاندې خورا ډېر مقاومت وکړ.
د موافقې له مخې اوربند به په دریو پړاوونو کې عملي کېږي. داسې چې په لومړي پړاو کې به حماس د اسراییل له زندانونو د ۹۵ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۳۳ تنه اسراییلي برمته خوشې کوي.
حماس ډله به د اسراییل له زندانونو څخه د ۹۵ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۳۳ اسراییلي برمته خوشې کوي.
په دې پسې به اسراییلي پوځیان د غزې له ډېری سیمو په شا کېږي. په دې توګه به سلګونه زره فلسطینیان وکولای شي چې خپلو مېنو ته ستانه شي او ورسره به په سیمه کې بشري مرستې هم پیلېږي. د پلان له مخې پاتې اسراییلي برمته به د لومړۍ تبادلې پرمهال د خبرو په نتیجه کې خوشې شي.
د بېګانۍ غونډې اهمیت له دې څخه جوتېږي چې بحثونه د شنبې ورځې تر سهاره پورې اوږده شول په داسې حال کې چې نننۍ ورځ د یهودانو په کلیز کې د استراحت ورځ ده او عموما حکومتي چارواکي په دې ورځ کار نه کوي.
د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه چې حماس ډلې د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل. ویل کېږي چې نژدې سل تنه برمته تراوسه ژوندي پاتې دي.
پر غزې د اسراییلو په هوايي حملو کې له ۴۶زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییلو په تېرو څه باندې ۱۵ میاشتو کې د غزې پر تړانګه چې حماس ډله پکې واکمنه وه، پرله پسې هوايي حملې وکړې چې په ترڅ کې یې د غزې د روغتیا وزارت د پروني راپور له مخې له ۴۶ زرو ډېر کسان ووژل شول.
حماس ډله او اسراییل دواړه د ولسمشر بایډن د ادارې او د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا تر سخت فشار لاندې وو، چې د اوربند طرح ومني.
قطر او متحدوایالتونو چې په خبرو کې یې منځګړتوب کاوه د چارشنبې په ورځ د اوربند د موافقې خبر ورکړ خو په دې اړه وروسته له هغه شکونه رابرسېره شول چې نتنیاهو د ځینو ستونزو خبره یاده کړه. هغه د دې ستونزو پړه د حماس ډلې غاړې ته واچوله.
پر غزې د اسراییلو حملې تر پرونۍ ورځې پورې روانې وې. د غزې د روغتیا وزارت وویل د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې د ۸۸ نورو فلسطینیانو مړي ترلاسه کړي دي.