د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ (جنوري ۱۵ مه) ملت ته خپله وروستې وینا وکړه. ښاغلي بایډن خبرداری ورکړ چې په امریکا کې د بډایه خلکو "خطرناکه اولیګارشي oligarchy" رامینځته کیږي، او دوی هغه ځواک او نفوذ لري چې ډیموکراسي ګواښي.
Oligarchy اولیګارشي یو ډول حکومت دی چې واک په کې د خلکو د یوې کوچنۍ ډلې له خوا کنټرولیږي.
په سپینه ماڼۍ کې د خبرو په مهال ولسمشر بایډن وویل، دی په دې اندېښمن دی چې واک د څو شتمنو کسانو لاس ته لوېږي او د څو شتمنو کسانو په لاسونو کې د واک نه یوازې ډیموکراسي بلکې اساسي حقونه او ازادۍ ګواښي.
د ولسمشر په توګه د ښاغلي بایډن دنده په یوه اوونۍ کې پای ته رسېږي او ټاکل شوې ده چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په ټاکنو کې یې د نړۍ ستر میلیاردر او د سپیس ایکس، ایکس (پخوانی ټویټر) او تیسلا شرکت مشر ایلن مسک او ورته نور سرمایه داره خلک یې متحدین وو، د جنوري په شلمه لوړه وکړي.
د ازادي راډيو د خبر له مخې، ایلن مسک به، چې د ټرمپ له ښي اړخو سیاستونو سره موافق دی او تېر کال یې د ټرمپ د ولسمشرۍ په کمپاین کې د مرستې لپاره لسګونه میلیون ډالره لګولي، د ده د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
تمه ده چې د امریکا دوه نور مشهور میلیاردران، د «امازون» شرکت بنسټ ایښودونکي جیف بیزوس او د ټولنیزې شبکې «فیسبوک» بنسټګر او د ټکنالوژۍ د شرکت «میتا» مشر مارک زوکربرګ هم د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ولسمشر بایډن په خپله وینا کې د خپلو ځینو لاسته راوړنو یادونه هم وکړه، چې په کې د کرونا ویروس د ناروغۍ پر مهال د هېواد اداره کول، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د درملو د بیې محدودول شامل دي.
جو بایډن دا هم وویل چې د متحده ایالاتو ارزښتونه "په دوامداره توګه ازمویل کیږي" او د "ټکنالوژۍ صنعتي کمپلیکس" او د راتلونکي په اړه د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي زیاتوالي په اړه یې خبرداری ورکړ.
بایډن وویل چې "امریکایان د هغو غلطو معلوماتو تر تاثیر لاندې راغلي دي چې د ځواک ناوړه ګټه اخیستنې ته لاره هواروي." د هغه په وينا، ازادې رسنۍ د له منځه تللو په حالت کې دي، ټولنيزو رسنيو د حقايقو څېړل بند کړي او د واک او ګټې لپاره پر حقایقو سترګې پټېږي.
هغه وویل چې د دې کړنو د مخنیوي لپاره، د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونه باید د امریکا د ماشومانو، کورنیو او ډیموکراسي له واک څخه د ناوړه ګټه پورته کولو اړوند ملت ته حساب ورکړي.
د ولسمشر بایډن په وینا، مصنوعي ځیرکتیا یو په زړه پورې پرمختګ دی چې د ستونزو په حل کولو کې د مرستې وړتیا لري، حتی د سرطان درملنې لارې موندلو کې هم مرسته کوي.
مګر د هغه په وینا، مصنوعي ځیرکتیا کولي شی په ورته وخت کې "د انساني حقونو، ژوند کولو، محرمیت او دا چې څنګه کار وکړو او څنګه د امریکا د خلکو ساتنه وکړو" لوی تهدید را منځ ته کړی.
ټاکل شوې ده چې د جنوري په شلمه د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم ترسره کړي، چې له دې سره به واک له جوبایډن څخه ښاغلي ټرمپ ته رسماً انتقال شي.