د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

پر ټیک ټاک بندیز د امریکا او چین د سیالۍ لپاره څه معنا لري؟


مخکې له دې چې په متحدو ایالتونو کې پر ټیک‌ټاک بندیز اجرا شي، ټیک‌ټاک په خپله د د امریکا په متحدوایالتونو کې خپل اپ بند کړ.

د متحدو ایالتونو سترې محکمې د جمعې په ورځ، (د مرغومي په ۲۸مه) یو قانون تایید کړ چې له مخې یې، که د دې اپلیکیشن مورنۍ شبکه تر یکشنبې پورې ونه پلورل شي، فعالیت به یې په امریکا کې بند شي.

د دې قانون تر رسمي کیدو څو ساعته مخکې، یعنې د شنبې په شپه ټیک‌ټاک امریکایي کاروونکو ته پیغام واستاوه او د اوس لپاره یې ورسره مخه ښه وکړه.

دا مشهور ویډیويي پلاتفورم د چین لومړنی نړیوال اپلیکېشن دی چې د امریکایي سیالانو، لکه انسټاګرام، فېسبوک، او ایکس (پخوانی ټویټر) څخه وړاندې شوی دی.

ټیک ټاک ( TikTok) ، چې د چینایي شرکت بایټ ډانس ByteDance ملکیت دی، بندیز یې د امریکا او چین ترمنځ د ټکنالوژۍ په نړیواله سیالۍ ژور اغېز کولی شي او د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره له بیجینګ سره د اړیکو د څرنګوالي اساس جوړولی شي.


د اپلیکېشن چینایي مالکیت هغه ټکی دی چې د امریکا د کانګرس پام یې ور اړولی دی. د کانګرس غړو د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې د ملي امنیت په اړه اندېښنو په پایله کې یو قانون تصویب کړ. دا اندېښنې د غلطو معلوماتو په خپرېدو او جاسوسۍ پورې اړوند وې.


په دې قانون کې د ByteDance شرکت ته ویل شوي و چې اپلیکېشن دې تر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۹مې خرڅ کړي، کنه له بندیز سره به مخامخ شي.

که څه هم د بندیز منتقدین وايي چې د امریکایي ټولنیزو رسنیو پلاتفورمونو په اړه هم د معلوماتو او محرمیت ورته اندېښنې شته، خو د اپلیکېشن چینایي مالکیت دې بحث ته نوې بڼه ورکړې ده.

د سایبري امنیت شرکتونه وايي چې ټیک ټاک (TikTok) د کاروونکو له خوا د لیدل شوي منځپانګې سربېره د ډېرو نورو معلوماتو د راټولولو وړتیا لري. چین د ۲۰۱۷ کال یو قانون هم لري چې له چینایي اتباعو څخه چې که بهر کې ژوند کوي د استخباراتي ادارو سره د همکارۍ غوښتنه کوي.

په ۲۰۲۳ کال کې، د یوې بریتانوۍ خبریالې معلومات او موقعیت په چین او متحده ایالاتو کې د چې ټیک ټاک (TikTok) کارکوونکو لخوا تعقیب شول.


د بایټ ډانس شرکت یو پخواني کارکوونکي په امریکا کې د یوې قضیې په ترڅ کې څرګنده کړې چې د چین کمونېست ګوند د ۲۰۱۸ کال په مظاهرو کې د هانګ کانګ د دیموکراسۍ پلوه معترضینو د څارلو لپاره د شرکت معلوماتو ته لاسرسی درلود.

دا ټول په داسې حال کې کېږي چې د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او په امریکا کې د چینایي جاسوسۍ او هیک کولو په اړه اندېښنې لوړې شوې دي.

د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په پیل کې یې د بندیز ملاتړ کړی و، اوس د دې ګام پر ضد ښکاري. هغه د جنورۍ په ۱۷مه وویل چې د ټیک ټاک په اړه پرېکړه به په نږدې راتلونکي کې وکړي. ټرمپ زیاته کړه چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره یې خبرې کړې دي، چې په کې د ټیک ټاک موضوع هم شامله وه.

د ټرمپ مخکینۍ د ولسمشرۍ موده د چین په وړاندې د سخت دریځ له امله ځانګړې وه. د ټیکنالوژۍ د سیالۍ په ترڅ کې، هغه په کور دننه او بهر د چینایي شرکتونو، لکه د 5G مخابراتي بنسټونو او څارنیزو کمرو د تولیدونکو پر وړاندې اقدامات کړي وو.
ټیک ټاک د بایټ ډانس د (Douyin) په نوم د هغه د اپلیکشن چې په چین کې دننه کارول کیږي نړیواله نسخه ده. ډویېن بیا په چین کې د دولت د سخت سانسور د قوانینو پیروي کوي.

سربېره پر دې چې دا اپلیکېشن د سوداګرۍ په برخه کې بریالی دی، د دې شهرت او اغېز د بیجینګ لپاره هم یوه نړیواله بریا ګڼل کېږي. د ByteDance د مالکیت نه پرېښودو پرېکړه هم دا ښيي چې شرکت خپلې ځانګړې ټکنالوژۍ اود ټیک ټاک د چینایي پاتې کېدو ارزښت ته څومره اهمیت ورکوي.

د ټیک ټاک د احتمالي بندیز په اړه د ټرمپ دریځ ښايي د چین سره د هغه راتلونکو اړیکو لپاره لومړنۍ نښه وي. دا به څرګنده کړي چې د ټرمپ او شي جین پینګ ترمنځ اړیکې به په څه ډول بڼه خپله کړي.

XS
SM
MD
LG