د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

احمد العوده، هغه سړی چې د سوریې نویو واکمنانو ته ګواښ کیدلی شي، څوک دی؟


د یاغیانو پخوانی قومندان احمد العوده له هغې رهېسې چې د سوریې د پخواني مشر بشار الاسد حکومت نسکور شو، د خبرونو په سرټیکو کې دی.
د یاغیانو پخوانی قومندان احمد العوده له هغې رهېسې چې د سوریې د پخواني مشر بشار الاسد حکومت نسکور شو، د خبرونو په سرټیکو کې دی.

احمد العوده، د سوریې په سویل کې د یاغیانو پخوانی مشر، چې د بشار الاسد د حکومت له مخالفت څخه یې د روسیې سره همکارۍ ته خپل دریځ بدل کړ. هغه وروسته بیا په ۲۰۲۴ کال کې د اسد ضد ځواکونو سره یوځای شو.


ایا د العوده مخ پر زیاتېدونکی شهرت او د سوریې د نویو اسلامپالو واکمنانو په وړاندې له عربو هېوادونو سره د هغه د اړیکو پراخېدل، هغه په یو ګواښ بدلولی شي؟

د روسیې سړی یا نوی ګواښ؟


لوېدیځې رسنۍ او کارپوهان احمد العوده د "سویلي سوریې لپاره د روسیې سړی" بولي، خو ځینې یې د سوریې د نوي واکمن احمد الشرع لپاره یو احتمالي ګواښ ګڼي.
احمد العوده د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدو راهیسې په خبرونو کې په دوامداره توګه یادېږي.

العوده په سوریه کې د کورنۍ جګړې له لومړیو کلونو راهیسې، چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه، د درعا ولایت په جنوب کې د یاغیانو یو مهم قوماندان و. خو وروسته هغه د اسد د رژیم او روسیې متحد شو، او په ۲۰۱۸ کال کې یې د سوریې د حکومتي ځواکونو سره د سولې تړون وکړ.

خو تېر نومبر په میاشت کې هر څه بدل شول.
په ۲۰۲۴ کال کې د نومبر په ۲۷مه، کله چې د التحریر الشام ډلې او متحدینو یې د بشار الاسد د رژیم پر ضد بریدونه پیل کړل، العوده او د هغه جنګیالي د شمال څخه د دمشق پر لور وخوځېدل.
د متحده ایالاتو له خوا التحریر الشام د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.

روبین یاسین قصاب، چې د سوریې د انقلاب او جګړې په اړه د "سوځېدلی هېواد: سوریه په بدلون او جګړه کې" کتاب لیکوال دی، وايي چې العوده یو هوښیار یا فرصت طلب لوبغاړی دی.

د جنوب بغاوت


د احمد العوده د ژوند لومړني کلونه ډېر واضح نه دي. راپورونه ښيي چې هغه د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل څخه مخکې، او د اجبارۍ عسکرۍ د دورې له بشپړولو وروسته متحده عربي اماراتو ته تللی و.
په ۲۰۱۲ کال کې هغه درعا ته راستون شو او په ۲۰۱۴ کال کې د "سوريې د آزاد پوځ" له ډلې سره یوځای شو. دې ډلې د بشار الاسد د رژیم پر ضد د یاغیانو لوی ایتلاف جوړ کړی و.

العوده ته د "شباب السنة" یا "سني ځوانانو" قومانده وسپارل شوه، او هغه په درعا ولایت کې د خپلې زوکړې ټاټوبی بصرې ښار تر خپل کنټرول لاندې راوست.

د هغه کسانو په وینا چې العوده ته نږدې پاتې شوي، سره له دې چې هغه له اسلامپالو ډلو لکه جبهة النصره سره همکاري درلوده، خو هیڅکله یې ورسره ژورې اړیکې ونه لرلې.

دا جبهه د احمد الشرع له خوا جوړه شوې وه. شرع هغه مهال په محمد الجولاني شهرت درلود.

عوده هیڅ کله په څرګنده په سوریه کې د اسلامي شرعیت پر بنسټ د یو حکومت جوړولو تمایل څرګند نه کړ.

په ۲۰۱۸ کال کې د سوریې حکومتي ځواکونو د یاغیانو پر ضد پراخ عملیات وکړل. عوده په دې وخت کې له روسیې سره یوه موافقه وکړه چې له مخې یې د جګړې مخه ونیسي، خپلې درنې وسلې تسلیم کړي او په سیمه کې پاتې شي.

د رابین یاسین قصاب په باور، عوده یوازې د محدودې خپلواکۍ کچې ته ورسېد او په سیمه‌يیز جنګسالار بدل شو.
ورپسې، عوده د اتمې فرقې قومندان وټاکل شو، هغه نظامي واحد چې په ۲۰۲۰ کال کې د روسیې په ملاتړ د سوریې د پوځ په پنځمه لوا کې مدغم شو.
خو پر دې سربېره عوده د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د هیئت تحریر الشام په مشرۍ د اسد رژیم پر وړاندې د پراخو بریدونو وروسته یو ځل بیا خپل لوری بدل کړ.
د راپورونو له مخې، نوموړي د هیئت تحریر الشام سره همکاري پیل کړه، له روسیې یې اړیکې پرې کړې او دمشق ته روان شو.
د شرع تر رسیدو مخکې، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۸مه، عوده او د هغه ځواکونه په دمشق کې ولیدل شول، خو هغوی په څو ساعتونو کې له هغه ځایه ووتل.
سره له دې چې نوموړي په ښکاره ډول د شرع د چلینج کولو اراده نه ده څرګنده کړې، راپورونه وايي چې هغه غواړي خپله خپلواکي په سویلي سوریه کې وساتي.

د مشرۍ ګواښ؟

د مصر، سعودي عربستان، او متحده عربي اماراتو په څېر ځواکمن عربي هېوادونه په سوریه کې د اسلام‌پالو واکمنېدو د سیمه‌يیزو پایلو په اړه اندېښنه لري.
دغه اندېښنې داسې وخت راپورته شوې دي چې امریکا تر بشار الاسد وروسته سوریې ته د اسانتیاوو په پار پر دې هېواد ځینې محدودیتونه کموي.
د اروپایي ټولنې له یوه غیررسمي سند څخه، چې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو لیدلی، څرګنده شوې چې دا ټولنه پر سوریه د تیلو، ګاز، بانکدارۍ، او ټرانسپورټ په برخو کې د لګیدلو بندیزونو د کمولو په اړه غور کوي.
کالین کلارک، چې په نیویارک کې د "سوفان" استخباراتي مشورتي ډلې د پالیسۍ او څېړنې مدیر دی، وایي که د سوریې نوي واکمنان په اغېزناک ډول هېواد اداره کړي، دا به د اسلام‌پالو ډلو لپاره یوه "واقعي انګېزه" وي.
کلارک زیاتوي چې د اماراتو او سعودي عربستان مشران په دې اند دي چې د هیئت تحریر الشام واکمني به په هغوی هېوادونو کې اسلام‌پالو ته نوی انګېزه ورکړي.
د کلارک په باور، که شرع په حکومتد‌ارۍ کې بریالی شي، دا به د اخوان‌المسلمین په څېر ډلو لپاره یو عملي مثال وي.
متحده عربي امارات او سعودي عربستان دواړه، د اسلام‌پالو غورځنګونه د خپلو سلطنتي او سیاسي نظامونو لپاره د یو وجودي ګواښ په توګه ګڼي.
دا هغه ځای دی چې عوده، چې په سیمه کې مشهور نوم او د متحده عربي اماراتو سره اړیکې لري، اغېزمن رول لوبولی شي.

ځینې سیمه‌يیز ناظران وایي چې عوده د سوریې "خلیفه حفتر" کېدلی شي، هغه ځواکمن سړی چې د متحده عربي اماراتو او مصر ملاتړ لري او د لیبیا د ملي وفاق حکومت واکمني یې چلینج کړې ده.
ملګري ملتونه د دې حکومت ملاتړ کوي.
یاسین قصاب وایي: "زه ډاډه یم که په سوریه کې یو شورش پیل شي، متحده عربي امارات او (د مصر ولسمشرعبدالفتاح ) سیسي به یې ملاتړ وکړي."
هغه زیاتوي چې دا به په دې پورې تړلې وي چې د سوریې نوې اداره څومره ژر او په اغېزمن ډول هلته نظم او واکمني ټینګه کړي.
د یاسین قصاب په وینا، که وضعیت بل لوري ته لاړ شي، نو عوده به یو داسې جنګسالار وي چې کېدای شي له بهر څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

  • 16x9 Image

    کیان شریفي

    کیان شریفي د پراګ په کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه کې د فیچر راپورونو لیکوال دی نوموړی په ایران او منځني ختیځ پورې اړوند موضوعاتو کې ځانګړې علاقه لري.

XS
SM
MD
LG