نن د ۲۰۲۴ میلادي کال په وروستۍ ورځ د نړۍ په ډېرو ښارونو کې خلک د ۲۰۲۵ کال د رارسېدو په ویاړ جشنونو ته تیاري نیسي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې سلګونه بندیان یا اسیران تبادله شول. د اوکراین ولسمشر په ټیلیګرام کې د دې تبادلې خبر ورکړ، او د روسیې دفاع وزارت هم په دې اړه اعلامیه خپره کړه.
د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر جیمي کارټر، د سلو کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې. د کارټر بنسټ پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، چې هغه په جورجیا ایالت کې په خپله کور کې ساه ورکړه. ډیموکرات کارټر له ۱۹۷۷ تر ۱۹۸۱م کاله پورې د امریکا د متحدو ایالتونو نهه دېرشم ولسمشر و.
په جنوبي کوریا کې د الوتکې د ټکر د پېښې د مړو شمېر ۱۷۹ ته ورسېد. یواځې دوه کسان ژوندي پاتې دي. د جنوبي کوریا په موان هوايي ډګر کې یکشنبه سهار یوه مسافروړونکي الوتکه چې له ټایلند څخه جنوبي کوریا ته رسېدلې وه د ناستې پر مهال له رنوې ووتله او په یوه دیواله ولګېده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د آذربایجان د هوايي کرښې د یوې الوتکې د نسکورېدو د پېښې له کبله له خپل آذربایجاني سیال څخه بښنه غوښتې خو په دې پېښه کې د روسیې د لاس لرلو په اړه یې څه نه دي ویلي.
اوکراین او روسیې پر یوه او بل د بې پېلوټه الوتکو په ذریعه د تازه حملو تورونه لګولي دي. په همدې حال کې شکونه ولاړ شوي، چې په قزاقستان کې د اذربایجان یوه الوتکه د روسیې د هوايي مدافع دستګاه له خوا نسکوره کړای شوې ده.
د هند پخوانی صدراعظم من موهن سینګ پرون پنجشنبې د ۹۲ کلنۍ په عمر ومړ. د هند حکومت له نن څخه د اوو ورځو لپاره دولتي ویراعلان کړی او په ټولو دولتي ودانیو کې به د هند بیرغ نیم ځوړند وي. من موهن سینګ ته د هند د اقتصادي چټکې ودې د نوښتګر په توګه کتل کیږي.
د دولتي رسنیو په وینا دا ګرځبندیز وروسته تر دې ولګول شو چې هلته د مظاهرو له امله وضعیت کړکیچن شو.
په قزاقستان کې د اذربایجان د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.
د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز تایید کړې چې د فلسطینۍ حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د اسراییلي پوځ په هدفي برید کې وژل شوی دی.
نور راوښيه