د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د آذربایجان د هوايي کرښې د یوې الوتکې د نسکورېدو د پېښې له کبله له خپل آذربایجاني سیال څخه بښنه غوښتې خو په دې پېښه کې د روسیې د لاس لرلو په اړه یې څه نه دي ویلي.
اوکراین او روسیې پر یوه او بل د بې پېلوټه الوتکو په ذریعه د تازه حملو تورونه لګولي دي. په همدې حال کې شکونه ولاړ شوي، چې په قزاقستان کې د اذربایجان یوه الوتکه د روسیې د هوايي مدافع دستګاه له خوا نسکوره کړای شوې ده.
د هند پخوانی صدراعظم من موهن سینګ پرون پنجشنبې د ۹۲ کلنۍ په عمر ومړ. د هند حکومت له نن څخه د اوو ورځو لپاره دولتي ویراعلان کړی او په ټولو دولتي ودانیو کې به د هند بیرغ نیم ځوړند وي. من موهن سینګ ته د هند د اقتصادي چټکې ودې د نوښتګر په توګه کتل کیږي.
د دولتي رسنیو په وینا دا ګرځبندیز وروسته تر دې ولګول شو چې هلته د مظاهرو له امله وضعیت کړکیچن شو.
په قزاقستان کې د اذربایجان د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.
د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز تایید کړې چې د فلسطینۍ حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د اسراییلي پوځ په هدفي برید کې وژل شوی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون یکشنبې ناوخته د (ډیسمبر۲۲مه) په کرمیلین مانۍ کې د سلواکیا له صداعظم روبرت فیکو سره کتلي دي. دا کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د اوکرایین له لارې سلواکیا ته د روسیې د ګازو د انتقال قرارداد به په راتلونکو څو اونیو کې پای ته ورسیږي.
د سوریې نویو واکمنو د بهرنیوچارو د وزیر له ټاکلو وروسته د دفاع وزارت لپاره هم د یوه مشر د ټاکلو خبر ورکړی. نوي دفاع وزیر مُرهف ابوقصره د بشاراسد د رژیم د واکمنۍ په پرځولو کې مهمه ونډه درلوده.
نور راوښيه