جوبایډن زیاته کړه چې له دې سره به په غزه کې جګړه ختمه شي او له فلسطیني ملکیانو سره به بشري مرستې پیل شي.
ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې پرون د دې توافق اعلان وکړ. داسې ښکارې چې له دې توافق سره به د غزې په تړانګه کې له پنځلسو میاشتو راهیسې روانه جګړه ودرېږي.
د روغې جوړې د ډلې یوه تن، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې خپور شي، فرانس پرېس اژانس ته وویل چې په غزه کې د اوربند موافقه او د برمته کسانو د خوشي کېدو ژمنه د قطر د صدراعظم په دفتر کې وروسته تر دې وشوه چې صدراعظم د حماس او اسرائیل له مذاکره کونکو سره وکتل.
د دې موافقې متن د امریکا د متحدو ایالتونو، قطر او مصر په منځګړیتوب چمتو شوی و او د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د متحدو ایالتونو د دولت او د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازیو په دې خبرو کې برخه لرله.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ ویلي و چې ډېر فشار به راولي څو روغه جوړه وشي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په یوه پیغام کې ولیکل چې توافق وشو او ټاکل شوې ده چې اسرائیلي برمته ازاد شي.
دا توافق له څو اوونیو مذاکراتو وروسته، چې د قطر په پلازمینه دوحه کې روانې وې، ترلاسه شو. موافقه داسې شوې ده چې حماس ډله به برمته په څو مرحلو کې خوشي کوي او په سلګونو فلسطینیان به د اسرائیل له زندانونو ازادېږي.
د اوربند مسئله باید د اسرائیل کابینه تایید کړي چې تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې دا کار وشي.
د توافق له مخې به جګړه د شپږو اونیو لپاره دریږي او په دې ورځو کې به د جګړې د یو مخ بندېدو لپاره خبرې پیل شي. همداراز ټاکل شوې ده چې د شاوخوا سلو برمته کسانو له ډلې، چې له حماس سره دي، درې دېرش تنه خوشي کېږي؛ البته تر اوسه معلومه نه ده چې څو تنه برمته ژوندي پاتې دي.
د توافق له مخې یو شمېر فلسطینیان، چې په غزه کې یې خپل کورونه پرې ایښې دي، بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي، خو تر اوسه د دې مشخصه نېټه او د بېځایه شویو کسانو شمېرواضح نه دی.
یو شمېر مهم سوالونه چې په راتلونکې کې به غزه څوک اداره کوي او غزه به څرنګه رغېږي، لا هم په خپل ځای پاتې دي.