د عوامي نیشنل ګوند، تحريک انصاف او جمعيت علمای اسلام (ف) مشرانو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د پالیسۍ په بدلولو دې د ترهګرو پر ضد مخلصانه ګامونه واخلي.
د عوامي نیشنل ګوند مخکښ ميا افتخار حسین د مارچ په لومړۍ نېټه په نوښار کې د حقانیه مدرسې د وژل شوي نایب مهتمم مولانا حامدالحق حقاني په فاتحه کې د وينا په وخت وويل چې پاکستان بايد د وسلوالو ترمینځ "د ښه او بد" توپير بند کړي.
هغه وویل: "په هره ضلع کې د دهشتګردو منظم تنظيمونه شته دي. چې موږ ته پته ده نو ايا حکومت ته پته نه شته؟ نو چې ورته پته ده، بیا یې ولې ختموي نه؟ ځکه یې نه ختموي چې دوی یې ختمول نه غواړي. زموږ د دوی په مذاکراتو او عملياتو يقین نه شته، ځکه چې په عملياتو او مذاکراتو کې دهشتګرد بچ پاتې وي او عامو خلکو ته زیان رسېږي."
په پاکستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي. خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې رد کړې او زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.
د مارچ پر لومړۍ نېټه د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان هم په قامي اسمبلۍ کې د وينا په وخت پر امنيتي ځواکونو نيوکې وکړې او دعوه یې وکړه چې "په خیبر پښتونخوا کې تر ماښام وروسته بازارونه، جوماتونه او لارې کوڅې د وسلوالو په قبضه کې وي."
د هغه په وينا، خلک پر امنيتي ځواکونه شکونه لري نو ځکه دې د امن ساتلو دنده په سم ډول پر مخ یوسي.
د هغوی تر څنګ د تحريک انصاف يو مخکښ اسد قیصر په نوښار کې له خبریالانو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د پاکستان پوځ د امنيت ساتلو ذمه وارۍ شاته پرېښي او سياست ته یې مخه کړې.
هغه غوښتنه وکړه چې "امنيتي ځواکونه دې د جمهوريت ځپلو پر ځای د وسلوالو ځپلو ته مخه کړي."
د پاکستان پوځ لا د هغو سیاستوالانو د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو په پخوا وختونو کې یې په سیاست کې مداخله رد کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا د نوښار د اکوړي د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه وشوه چې پکې د جمعیت علمای اسلام (س) مشر او د مدرسې مرستیال مشر مولانا حامد الحق حقاني په ګډون اووه تنه ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول.
د هغه برید ذمه واری لا چا نه ده منلی.
د پاکستان څېړنیزې ادارې وايي، په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ناامني په بېساري ډول زیاته شوې ده.
هلته د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بېلابېلې وسلوالې ډلې فعالې دي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې یې په حملو کې ګڼ پولیس، پوځیان، امنیتي سرتېري، ولسي مشران، سیاستوالان، دیني عالمان او مدني فعالان وژلي دي. په هغو بریدونو کې ګڼو ولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
خلکو په سیمه کې د ناامنۍ پر وړاندې وخت په وخت لاریونونه، مظاهرې، جرګې او احتجاجونه کړي دي، خو د پاکستان حکومت او پوځ وایي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پوخ هوډ لري او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.