په شمالي وزيرستان کې په ځانمرګي بريد کې د دوو پاکستانیو پوځيانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
په میرامشا کې ځايي پوځي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې يو ځانمرګي بريدګر د مارچ پر لومړۍ نېټه له چوونکو موادو ډک موټر په ایدکو (عیدک هم لیکل کېږي) کې د پوځ له ګاډو سره وجنګاوه چې پکې ۱۰ سرتېري ژوبل هم شول.
د سرچینو په خبره، په حمله کې يو ځايي ماشوم ووژل شو او بل ولسي وګړی ژوبل شو.
همدارز د لکي مروت پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې د مارچ په لومړۍ نېټه له وسلوالو سره په نښته کې يو بریدګر وژل شوی او يو پولیس زخمي شوی دی.
د شمالي وزیرستان او لکي مروتو د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د پاکستان څېړنیزې ادارې وايي، په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ناامني په بېساري ډول زیاته شوې ده.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې په هغه هېواد کې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه ۷۰ سلنه زیات شول. د رپورټ له مخې، ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پوخ هوډ لري او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.