په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم اداره (پي ډي اېم اې) وايي د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو له امله شويو حادثو کې د فرورۍ له ۲۶مې راهیسې ۴ کسان وژل شوي او ۹ ژوبل دي.
د هغې ادارې وياند، انور شهزاد د مارچ پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې په مړو شويو کې درې نارينه او يوه ښځه شامله ده. د هغه په وينا څلور ماشومان، درې ښځې او دوه نارينه ژوبل شوي دي.
د هغه په وينا بارانونو ۳ کورونه په بشپړ ډول او ۱۱ په جزوي ډول وران کړي دي. شهزاد زياتوي چې په ځينو غرنيوو سیمو کې د واورو ورېدو له وجې لارې بندې شوې دي.
د خیبرپښتونخوا د موسمياتو ادارې د مارچ پر درېيمه په يو بیان کې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به په چترال، دیر، سوات، شانګله، بونیر، ملاکنډ، هزاره ډيويژن، کوهستان، تورغر، مومند او باجوړ کې د تيز باران، سیلۍ او پر غرونو د واورې د کېدو امکان دی.