د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې بارانونو ۲ کسان وژلي، ۷ ژوبل دي


تېر کال هم په پاکستان او افغانستان کې بې وخته سېلابونو مرګژوبله اړولې وه ـ انځور له ارشیفه.
تېر کال هم په پاکستان او افغانستان کې بې وخته سېلابونو مرګژوبله اړولې وه ـ انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا د طبیعي ناورینونو د انتظام اداره (پي ډي اېم اې) وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې د بارانونو له امله دوه کسان وژل شوي او اووه ټپیان دي.

ادارې د فبرورۍ په ۲۸مه په اعلامیه کې وویل چې په وژل شویو کې یوه ښځه، یو سړی او په ټپیانو کې درې ماشومان او څلور ښځې دي.

د پي ډي اېم اې په وینا، پېښې په هریپور، باجوړ، کوهستان، خیبر، هنګو، تورغر او بټګرام کې شوې دي. اداره وایي چې له زیانګالو کورنیو سره مرستې روانې دي، او اړوند چارواکي د زیانونو ارزونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو د فبرورۍ پر ۲۷مه وویل چې د افغانستان په درې ولایتونو کې وروستیو سختو بارانونو او ږلۍ او سېلابونو ۳۶ کسان وژلي دي.

تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تېر کال د فبرورۍ له پایه د مارچ تر پیله او بیا د مارچ په پای کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG