د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزی اوسېدونکو د بشري حقونو فعال نجیب الرحمان نیول کېدو ضد احتجاج کړی


د اورکزو اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۸مه د ضلعې په بېلا بېلو سیمو او د کواټ پریس کلب مخې ته مظاهرې وکړې
د اورکزو اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۸مه د ضلعې په بېلا بېلو سیمو او د کواټ پریس کلب مخې ته مظاهرې وکړې

د اورکزیو اوسېدونکو د اورکزو حقونو غورځنګ فعال نجیب الرحمان اورکزی د ګرفتارۍ خلاف احتجاج کړی دی.

نجيب الرحمان د فبرورۍ پر ۲۷مه د اورکزیو ضلعي مرکز ته د مشرانو یوې جرګې وروسته پولیسو و نیولو. د ضلعې د پولیسو مشر نظیر خان مشال راډيو ته د هغه د نیولو پخلی کړی دی.

پولیسو نوموړی د عامه نظم د ګډوډولو مخنیوي قانون یا ( ۳ ایم پي او ) قانون لاندې د یوې میاشتې لپاره کواټ جیل ته لېږلی دی.

د اورکزو اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۸مه د ضلعې په بېلا بېلو سیمو او د کواټ پریس کلب مخې ته مظاهرې وکړې او د هغه د ژر خلاصېدو غوښتنه یې وکړه. دوی دړکه کړی چې که غوښتنه یې و نه منل شوه نو د احتجاج لړۍ ته به دوام ورکړي.

په ډبوري سیمه کې د اورکزو حقونو غورځنګ مشر محمد نواز اورکزي وويل چې نجيب الرحمان د سیمې د ولس د حقونو او د سیمې د پرمختګ خبره کوله نو له دې ګامه ښکاري چې حکومت ورباندې بندیزونه لګول غواړي.

د اورکزیو مرستیال کمېشنر عرفان الدين مشال راډیو ته د خپل دريځ له ورکولو ډډه وکړه.

خو د فبرورۍ پر ۲۶مه د مرستیال کمېشنر له دفتره د نجيب اورکزي د نيولو وارنټ کې ويل شوي چې د ضلعې د پوليسو مشر ورته په یو خط کې ویلي چې نجيب الرحمان نومي تن باندې تور دی چې په سيمه کې د امنيت خرابولو او د خلکو د را پارولو کوشش کوي نو ځکه دې د درې اېم پي او قانون لاندې د نيولو اجازت ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG