د خیبر پښتونخوا په سوات او اورکزیو کې په دوه جلا جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي دي او ۱۰ ژوبل دي.
د سوات پولیس وایي، د فبرورۍ پر ۲۸مه، یو تن د سیدو شریف په جومات کې په ډزو دوه کسان ووژل او پینځه نور یې ژوبل کړل. پولیس وایي، وژونکی یې په تحویل کې دی، هغه رواني ناروغ دی او څو ورځې مخکې یې خپله خور هم وژلې وه.
په همدې ورځ د اورکزو په ماموزو بازار کې چاودنې یو تن وژلې او پینځه نور یې ژوبل کړي دي. د سیمې پولیسو مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې وژل شوی او ژوبل ولسي وګړي دي. د برید ذمه واري چا نه ده منلې.