د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې ده


د پوځ سرتېري په مومندو کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د پوځ سرتېري په مومندو کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې په بېلابېلو عملیاتو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کوي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱ مه په یو بیان کې وویل چې د ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ترسره شوې عملیاتو کې څلور مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

دا راز د شمالي وزیرستان په دته خیلو، حسن خیلو، غلام علي، او میرلي کې په بېلابېلو عملیاتو کې د ډزو تبادلې پر مهال شپږ مشکوک وسلوال وژل شوي دي. پوځ وايي، دا عملیات د زیارت او جمعې په ورځو ترسره شوي دي.

پوځ په خپل بیان کې ویلي، چې وژل شوي مشکوک وسلوال د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې ککړ وو. البته، پوځ نه دي ویلي، چې د وژل شویو وسله‌والو تعلق له کومې ډلې سره وو.

تر اوسه، کومې وسله‌والې ډلې د پوځ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

پوځ د جنورۍ پر ۲۸مه په بنو کې د درې مشکوک وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه. تر هغې مخکې یې د جنورۍ پر ۲۵مه په خپاره کړي بيان کې د خیبر پښتونخوا په درو ضلعو خيبر، لکي مروت او کرک کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

دا راز پوځ د جنورۍ پر ۱۴مه د شمالي وزیرستان په سپینوام کې د عملیاتو پر مهال د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. تر دې درې ورځې مخکې بيا پوځ د بلوچستان په کچي سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ۲۷ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

XS
SM
MD
LG