د کلتوري چارو پوهان وايي، په تعلیمي ادارو کې کلتوري هلې ځلې د ځوانو استعدادونو په مخې ته راوستلو کې کومک کوي او ځوان کهول د خپلو دودیزو جامو، خوړو او موسیقۍ نه باخبره ساتي.
دې ته په کتو، د نورو کلونو په څېر دا ځل هم د پېښور په اېډورډز کالج کې کلتوري مېله وشوه. دا مېله د کالج “پښتو ادبي سوسايټي” جوړوي.
د اېډورډز کالج يو استاد ناصر اقبال، چې د انګليسي څانګې مشر دی او د کلتوري مېلې په تنظیمي چارو کې يې برخه اخيستې وه، د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې زده کوونکو ته نه يوازې د سيمې د کلتوري توکيو بلکې د پښتنو اتلانو په اړه هم معلومات ورکول کېږي.
هغه وايي: "موږ هر کال دا مېله په دې غرض کوو چې زده کوونکي د يو بل له کلتوره خبر شي. د چترال يو زده کوونکی د پاړه چينار په اړه نوي څه زده کړي او داراز د پاړه چينار هغه د مردان او صوابۍ کلتور وپېژني. زده کونکي خپل خواړه، جامه پيزار او د پېژندګلو نور توکي په سټالونو کې نندارې ته وړاندې کوي. بله دا چې هغوی له خپلو اتلانو هم خبر شي. مثلاً د دير عمرا خان جندول څوک وو، څه يې کړي ول؟ داراز فقير ايپي د پښتنو د کومې سيمې وو او ولې بايد ياد شي؟ اېډورډز کالج چون د يوې مرکزي نکتې حيثيت لري، ځکه نو د پښتني کلتور په اړه د پوهاوي په خپرولو کې مهم رول لوبوي."
د پېښور د اېډورډز کالج کلتوري مېله له تېرو ۱۲ کلونو راهيسې په هره جنورۍ مياشت کې په باقاعدګۍ سره کېږي. د دې تعليمې ادارې د حقوقو پوهنځي يو زده کوونکی بابر خان وايي، دوی هڅه کوي د مېلې له لارې هېوادوالو او هم د نړۍ خلکو ته وښيي چې پښتانه امن خوښي دي او د خپلې سيمې ترقي غواړي.
هغه وايي: "د پېښور او شاوخوا سيمو ترڅنګ دا ځل له موږ سره د کوټې او افغانستان سټالونه هم ول. موږ پر داسې سيمه ژوند کوو چيرته چې ځينې قوتونه هڅه کوي موږ له خپل کلتوره ليرې کړي. موږ نه يوازې پښتنو زده کوونکو ته د هغوی کلتور ورښيو بلکې نړيوالو ته هم وايو چې پښتانه د مينې او امن خلک دي. زموږ کلتوري مېلې ته د بنګله دېش ډېپلوماټان او ځينې نور بهرني مېلمانه هم راغلي ول. هڅه کوو چې د مېلې خبرونه مو د ميډيا، په تېره د ټولنيزې ميډيا له لارې خلکو ته ورسي. په مېله کې د کالج د نجونو زده کوونکو لپاره هم د هغوی د لاسي کارونو او نکريزو وغيره سټالونه لګول شوي ول."
د کلنۍ کلتوري مېلې ترڅنګ د اېډورډز کالج پښتو سوسايټي وخت په وخت مشاعرې او د موسيقۍ پروګرامونه هم جوړوي. د کالج د پښتو څانګې يو استاد ډاکټر سميع الدين ارمان وايي، په تعليمي ادارو کې د کلتوري او هنري هلو ځلو اهتمام د زده کوونکو د سالمې روزنې لپاره اړين دی.
هغه وايي: "دا ډېره لازمه ده، په تېره اوسمهال په تعليمې ادارو کې د کلتوري مېلو انعقاد بايد په اېمرجنسي بنيادونو وشي. وجه يې دا ده چې زموږ پر سيمه چې کوم سياست روان دی يا دلته کومې امنيتي مسلې دي، د هغو له وجې يو زده کوونکی يوازې تر کتابه محدود پاتې شوی دی او د تربيت موقعې ورته ډېر کمې ملاوېږي. په ځانګړې توګه هغه عملي روزنه چې يو زده کوونکی له خپلو کلتوري اقدارو او خپلې پښتونوالې سره وتړي. کلتوري پروګرامونه د يوه زده کوونکي د نفسياتي ودې او د هغه د شخصيت سازۍ لپاره ډېر اړين دي. نو اېډورډز کالج د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره د سټېج، فنون لطيفه او موسيقۍ پروګرامونو ترڅنګ کلتوري مېلې هم جوړوي."
ډاکټر سميع الدين ارمان زياته کړه چې د اېډورډز کالج د کلتورې مېلې په څېر پروګرامونه بايد د خيبر پښتونخوا په نورو تعلیمي ادارو کې هم وشي. نوموړي وويل چې دی او د کالج نور استادان او زده کوونکي حاضر دي چې د هغو پروګرامونو په جوړولو کې مرسته وکړي.