د خیبر ضلعې په جمرود کې وسلوالو د پولیو ضد کېمپېن د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي پولیس سرتېری وژلی دی.
د پولیسو ویاند، ظهیر اپریدي، مشال راډیو ته وویل، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې عبدالخالق له خپل کوره دندې ته روان وو او موټر سایکل سورو وسلوالو ورباندې برید وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې سر له نن څخه د روان ۲۰۲۵ز کال د پوليو د مخنیوي لپاره د ماشومانو د واکسينولو لومړۍ اووه ورځنۍ کېمپین پیل شوی دی.
د دې هېواد سرکاري خبرې اژانس اسوشيېټېډ پرېس اف پاکستان (اې پي پي) ليکلي چې وزیراعظم د فېبرورۍ پر دویمه په اسلام اباد کې د کېمپین رسمي پرانیسته وکړه.
په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته شهباز شریف وويل چې د کېمپین پر مهال به ميلینونو ماشومانو ته د پولیو وايرس ضد څاڅکي ورکول کېږي چې داشان د هغوی صحت او راتلونکی وژغورل شي.
سږ کال په لومړۍ میاشت کې په پاکستان کې یو ماشوم پولیو وهلی دی، خو په ۲۰۲۴ز کال کې هلته د پولیو ۷۳ پېښې ثبت شوې وې. د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا او سیند کې ۲۲،۲۲ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
هغه اداره وايي چې د فبرورۍ په پیل کې په ټول هېواد کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسینوي.
تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.