د کورمې شیعه او سني ولسي مشران په هغه سیمه کې د دایمي امن په اړه جرګه کوي.
د جرګې غړي رضا حسین مشال راډیو ته وویل چې په اسلام اباد کې د فبرورۍ دویمې په ناسته کې د دواړو خواوو ۱۴،۱۴ مشران ګډون کوي.
دی وايي، په جرګه کې حکومتي چارواکي نه شته بلکې خلکو پرېکړه کړې چې پر خپلو مسایلو خپله مذاکرات وکړي.
په همدې حال کې د کورمې د بګن خلکو د مظاهرو پراخولو ګواښ کړی دی.
د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه یو ولسي مشر نوروز خان د بګن په مندوریو کې د احتجاج ګډونوالو ته وویل چې حکومت د لارو خلاصولو په بدل کې د ویجاړو شویو ۷۰۰ دوکانونو د جوړولو لپاره د معاوضې ورکولو ژمنه نه ده پوره کړې او د وسلو ټولولو پر ځای یې "یو اړخیزو عملیاتو" ته دوام ورکړی دی.
د هغه په وینا، حکومت دې ژر وعدې پوره کړي که نه نو مظاهره به نورو سیمو ته وغځوي.
د بګن یو بل مشر ملک طارق امریکا غږ ډیوه راډیو ته ویلي دي چې حکومت ژمنه کړې ده چې له ټولې کورمې څخه به د وسلو ټولولو لپاره پراخ عملیات کوي، نو باید دا کار هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور څو ورځې مخکې ویلي ول چې حکومت په بګن کې په وروستي تاوتریخوالي کې د ړنګو شویو سرکاري او نورو ودانیو بیا رغونې ته ژمن دی.
داراز، د خیبر پښتونخوا حکومت په وروستیو کې په بیا بیا ویلي چې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د جنورۍ پر لومړۍ د شوې موافقې له مخې به په کورمه کې ټولې مورچې ورانوي، وسلې به ټولوي، لارې به پرانیزي او د بګن بازار به هم بیا رغوي.
په کواټ کې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د ځايي مشرانو ترمینځ د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم د کورمې لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.
البته د جنورۍ پر ۲۲مه او ۲۵مه د مال لېږدونکو ګاډو قافلې له ټله مرکزي ښار پاړه چینار ته ورسېدې.
له ټله پاړه چینار ته غځېدلې لویه لاره هلته د مېشتو سنيانو او شيعه ګانو ترمينځ تر تاوتريخوالي وروسته له څه باندې څلورو مياشتو راهيسې تړلې پرته ده او د کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات روان دي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹مه په بګن کې عمليات پيل کړل. د چارواکو په وينا، د عملياتو مقصد په سیمه کې د وسلوالو ختمول دي خو د ځايي وتېزیو قبیلې مشرانو عملیات غندلي او دا یې یو اړخیز اقدام بللی دی.
چارواکو په کورمه ضلع کې د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې بريد وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته مرګژوبله واوښته او یوشمېر ګاډي وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره کاروايي وکړه او هېلېکاپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.
پولیسو پر قافلې د برید په تړاو د ۲۰ معلومو او د څه باندې ۲۰ ناپېژندلیو کسانو پر ضد مقدمې دایرې کړې دي چې پکې د ترهګرۍ مخنیوي قانون مادې هم شاملې دي. خو د بګن اوسېدونکي او مشران وايي چې په برید کې ځايي خلک ککړ نه دي او نه یې هم د وسلوالو مرسته کړې.
د عملیاتو له وجې له هغې سیمې څخه ګڼو کورنیو کډې کړې دي چې په ټل او هنګو کې په جوړو شویو لنډمهالو پنډغالو کې مېشتې دي.
په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.
د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.