د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې په برید کې د لېویز ځواک ۴ سرتېري او ۱ ولسي وګړی وژل شوي دي


په ډېره اسماعیل خان کې پوځي ګاډي پر سړک تېرېږي، ورسره سرتېرو پر لاره پوسته هم جوړه کړې - پخوانی انځور.
په ډېره اسماعیل خان کې پوځي ګاډي پر سړک تېرېږي، ورسره سرتېرو پر لاره پوسته هم جوړه کړې - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په وسلوال برید کې د بلوچستان د لېویز ځواک د څلورو سرتېرو په ګډون پینځه تنه وژل شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان د درابڼ د پولیسو ډي اېس پي فضل الهي د فبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د لېویز سرتېري د فبرورۍ پر لومړۍ مازیګر مهال په یو ګاډي کې د ډېره اسماعیل خان پر لوري روان ول چې په کلاچۍ موړ کې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې.

دی وايي، تر ډزو وروسته هلته یوه چاودنه هم وشوه چې پکې څلور سرتېري او د ګاډي ډرېور، چې ولسي وګړی وو، ووژل شول.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي او په سیمه کې د وسلوالو لټون کوي.

پولیس وايي برید د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې شوی دی
پولیس وايي برید د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې شوی دی

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه، په جنوبي ضلعو کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې په هغه هېواد کې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه ۷۰ سلنه زیات شول. د رپورټ له مخې، ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

داراز، په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې شوې دي او خلکو په بیا بیا له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG