د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې وسلوالو په جلا جلا پېښو کې ۲ امنیتي سرتېري وژلي دي


په لکي مروتو کې پولیسو پر سړک ناکه لګولې ده ـ پخوانی انځور.
په لکي مروتو کې پولیسو پر سړک ناکه لګولې ده ـ پخوانی انځور.

د شمالي وزيرستان په میرامشا کې د پوځ او استخباراتي ادارو جلا جلا چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې د جنورۍ پر ۳۰مه په دته خیلو کې وسلوالو د پوځ پر کاروان برید وکړ چې په نتيجه کې يې يو پوځي ووژل شو او پينځه ژوبل شول.

د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان او لکي مروتو کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او پينځه ژوبل شوي دي.

د شمالي وزيرستان په میرامشا کې د پوځ او استخباراتي ادارو جلا جلا چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې د جنورۍ پر ۳۰مه په دته خیلو کې وسلوالو د پوځ پر کاروان برید وکړ چې په نتيجه کې يې يو پوځي ووژل شو او پينځه ژوبل شول.

بلخوا د لکي مروتو د پولیسو ویاند شاهد خان مشال راډیو ته ويلي دي چې پرون ماښام د غزني خېلو تاڼې په حدودو کې وسلوالو يو پوليس هغه مهال وواژه، چې هغه له پوليس لاين څخه د دندې تر سره کولو وروسته کور ته روان وو.

د دې دواړو پېښو ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

په دا وروستيو کې د خیبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

د جنورۍ پر ۲۹مه، د شمالي وزيرستان په میرلي کې کې د پوځ او وسلوالو ترمينځ جګړه کې د پوځ د يو مېجر په ګډون دوه پوځيان ووژل شول او يو ژوبل شو.

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍنېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ټول ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.

رپورټ وايي چې تېر کال تر ټولو زیات ۲۹۵ بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول چې پکې ۵۰۹ کسان وژل شوي او ۵۱۷ زخمیان ول. رپورټ زیاتوي چې بلوچستان دویمه صوبه ده چې پکې زیاتې حملې شوې وې. د رپورټ له مخې، تېر کال په دې صوبه کې۱۷۱ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۹ بریدونه بېلابېلو بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو کړي ول.

د شمالي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد وخت په وخت جرګې، لاریونونه او پرلتونه شوي دي.

خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG