د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، که د پاکستان ریاست ترهګري ختمولو غواړي نو د ښو او بدو طالبانو ترمینځ د فرق پالیسي دې ختمه کړي.
هغه د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په پېښور کې یوې غونډې ته وويل چې پوځي عمليات د مسلې حل نه دی او که پاکستان د ترهګرۍ ضد پالیسۍ سمې نه کړي نو بلوچستان او خیبر پښتونخوا به له لاسه ورکړي.
خان د دې خبرداري په اړه نور وضاحت و نه کړ خو زیاته یې کړه چې په پوځي عملياتو کې د وسلوالو پر ځای عام ولس ځپل کېږي.
د پاکستان پوځ او حکومت تل ويلي چې د وسلوالو پر ضد بې توپيره عمليات کوي او په دې لاره کې یې د ګڼو پوځيانو قرباني ورکړې ده.
په وروستیو کې د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په ځینو ضلعو کې د پوځي عملیاتو د تېزولو ویلي دي. پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
پوځ د فبرورۍ پر لومړۍ په خیبر پښتونخوا کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه. دا راز د جنورۍ پر ۲۵مه یې په خيبر، لکي مروت او کرک کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
خو د بېلابېلو ضلعو خلک شکایت کوي چې د عملیاتو پر مهال، مارټر ګولۍ یې پر کورونو غورځېږي او ځاني او مالي تاوانونه وراړوي. خلک دا ګیله هم کوي چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي.
د بنو د بکاخېلو خلکو د فبرورۍ پر لومړۍ هغې احتجاج ته دوام ورکړ چې د اېف سي سرتېرو په ډزو د یو ماشوم د وژنې پر ضد یې پیل کړی وو.
پوځي چارواکي وايي، هغه ماشوم د مشکوکو وسلوالو پر وړاندې د عملیات پر مهال په غلطۍ لګېدلی. تر دې مخکې،
د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونه تر وسلوالو بریدونو وروسته عام خلک ځوروي. البته د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکي وايي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.