د خیبر پښتونخوا په سوات کې یو شمېر ځايي سیاسي مشرانو پرېکړه کړې چې په کبل تحصیل کې د کنټونمنټ بورډ جوړېدو مخه ونیسي.
هغو مشرانو د فبرورۍ پر ۲۳مه، د "کنټونمنټ بورډ نامنظور تحریک" تر چتر لاندې جرګه کې پرېکړه وکړه، چې په کبل تحصیل کې د پوځي چاوڼۍ په خوا کې د کنټونمنټ بورډ جوړولو پروژه عملي کېدو ته پرېنږدي.
د ډېري په تحصیل کې هغې جرګې ته په ویناګانو کې ولسي او سیاسي مشرانو وویل چې انتظامي افسرانو د پوځ په مرسته د خلکو په ځمکو کې نښې اچولې دي او هغه په کنټونمنټ بورډ کې یې د شاملولو پلان لري.
کنټونمنټ بورډ د پوځ تر کنټرول لاندې یوه اداره ده، چې د پوځیانو لپاره جوړېږي، خو شاوخوا ملکي سیمو ته هم غځېږي. دا اداره د ښار انتظام، مالیاتو، او عامه خدماتو څارنه کوي. که کومې سیمې د کنټونمنټ برخې وګرځول شي، نو هلته د پوځ قانون چلیږي او ملکیان باید هغه ومني او مالیات ورکړي. دا معمولا د ملکي خلکو ازاد ژوند محدودوي، ځکه چې پوځ پکې زیات واک لري.
د تحریک مشر سلطان علي تر پرېکړې وروسته، مشال راډیو ته وویل د سیمې خلک په هېڅ صورت د کنټونمنټ په حدودو کې ژوند کول نه غواړي او حکومت باید ژر تر ژره دوی ته د بورډ د نه جوړولو ډاډ ورکړي کنه نو خلک به احتجاج پیل کړي.
په جرګه کې، په قامي او صوبایي اسمبلۍ کې د سوات ځینو منتخب استازو هم ګډون وکړ.
د قامي اسمبلۍ غړي ایډووکېټ سهیل سلطان جرګې ته وویل، دی او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي به د کبل کنټونمنټ بورډ په اړه د ځايي خلکو اندېښنې له حکومتي ادارو سره شریکوي.
د جرګې د پرېکړو په اړه حکومتي یا هم پوځي چارواکو تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو د سوات انتظامي افسرانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي ول، چې حکومت په ۲۰۱۶ کال کې په کبل کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو اجازه ورکړې وه، او د هغې په رڼا کې باید هلته کنټونمنټ بورډ هم جوړ شي.
سوات پخوا خپلواک ریاست و، چې د والي لخوا اداره کېده. دې ریاست د پاکستان له جوړېدو وروسته هم څو کاله خپلواکي ساتلې وه، خو بالاخره د ۱۹۶۹ په جولای کې د پاکستان د حکومت لخوا په خیبر پښتونخوا ( د هغه وخت شمال مغربي سرحدي صوبه) کې شامل شو.
په سوات کې د پوځ دایمي پوځي حضور هغه مهال پیل شو چې هلته د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) فعالیتونه زیات شول او حکومت د وسلوالو پر ضد عملیات پیل کړل.
په ۲۰۰۹ز کال کې د "راه نجات" عملیات د پاکستاني پوځ لخوا تر سره شول، چې پکې د وسلوالو پر ضد پراخې جګړې وشوې. له هغه وروسته پوځ په سیمه کې دایمي حضور پیدا کړ او پوځي چاوڼۍ جوړې شوې.