د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا کروندګر وايي پر زرعي ځمکو او امدن نوې ماليه نه مني


PAKISTAN-AGRICULTURE-TAX
PAKISTAN-AGRICULTURE-TAX

د خيبر پښتونخوا د کروندګرو اتحاديو د صوبايي حکومت پر زرعي ځمکو او امدن لګول شوې نوې ماليه رد کړه.

دوی له صوبايي حکومته وغوښتل چې په ملک کې ګرانۍ او د کروندګرو ستونزو ته په کتو د ماليې نوی منظور کړی قانون لغو کړي.

د غونډې ګډونوال
د غونډې ګډونوال

دا څرګندونې هغوی د فېبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور په ګورنر هاوس کې د “کسان کنوېنشن” په نوم غونډې ته په ويناو کې کړې دي.

د “انجمن کاشتکاران” په نوم د خيبر پښتونخوا د کروندګرو د اتحاديې مشر اجمل شاه روغاني کنوېنشن ته په وينا کې پر حکومت نيوکې وکړې چې پرځای د دې چې کروندګرو ته اسانتياوې ورکړي، برعکس پر هغوی ماليې لګوي.

هغه وویل، "حکومت کاشتکارانو ته کومې اسانتياوې ورکړې دي؟ پر چا ټېکس لګوي؟ ټېکس خو په امدنۍ باندې لګي. چې زه په جېب کې ۱۰ روپۍ نه لرم، نو حکومت له ما د څه شي ټېکس اخلي؟ "

کسان کنوېنشن ته په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند يو غړي احمد خان کونډي هم وينا وکړه.

هغه وويل، دا صوبه مرکزي حکومت ته په ارزانه بيه ګيس، تېل او بجلي ورکوي او ځکه نو کروندګرو ته يې بايد يوه غوره نهري نظام جوړ او ورباندې د نويو ټېکسونه له لګولو ډډه وشي.

دا له هغه وروسته ده چې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د جنورۍ پر ۲۷مه د “خيبر پښتونخوا زرعي انکم ټېکس، ۲۰۲۵” په نوم قانون منظور کړ.

د بلوچستان کروندګرو د ممکنه زرعي ټیکس پرضد احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:15 0:00

صوبايي حکومت په پروني کسان کنوېنشن کې شويو څرګندونو ته تر اوسه ځواب نه دی ويلی، خو د قانون وزير افتاب عالم اپريدي د ياد قانون تر منظورۍ وروسته مشال راډيو ته ويلي ول چې پر زرعي ځمکو يې نوي ټېکسونه د نړيوالې مالياتې ادارې (ای اېم اېف) د غوښتنو په رڼا کې لګولي دي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي کسان کنوېنشن ته په خپلې وينا کې کروندګرو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې او وړانديزونه به يې له اړونده حکومتي ادارو سره شريک کړي.

XS
SM
MD
LG