د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې اوسېدونکو صدې بازار ته تلونکې د تورې وړۍ لارې خلاصېدو غوښتنه کړې ده


د کورمې صدې باز ته هره ورځ له پېښوره او نورو سيمو څخه په زرګونه ټنه خوراکي او نور سامانونه وړل کېږي.
د کورمې صدې باز ته هره ورځ له پېښوره او نورو سيمو څخه په زرګونه ټنه خوراکي او نور سامانونه وړل کېږي.

هغه زیاته کړه چې په مالونو بار په سلګونو ګاډي په څنارک او مناتو سيمو کې ایسارې شوې دي او امنیتي ځواکونه يې مخکې تلو ته نه پرېږدي.

د کورمې سوداګرو او ځايي خلکو له حکومته غوښتي چې صدې بازار ته د تورې وړۍ نومې لارې له لارې دې د مالونو په وړلو لګول شوی بندیز ختم کړي.

په سیمه کې یو سوداګر محمد انور قریشي د فبرورۍ پر ۲۴مه مشال رېډیو ته وویل چې له تېرې شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د لګیدلي بندیز له وجې یې مالي تاوانونه کېږي.

هغه زیاته کړه چې په مالونو بار په سلګونو ګاډي په څنارک او مناتو سيمو کې ایسارې شوې دي او امنیتي ځواکونه يې مخکې تلو ته نه پرېږدي.

د صدې بازار په کوزه کورمه کې لوی تجارتي مرکز دی چی ورتهله پېښوره، لاهور او نورو سيمو څخه هره ورځ په زرګونه ټنه خوراکي او نور شیان وروړل کېږي.

که څه هم د سیمې مرکزي لاره په عليزو ورغلې خو پر مسافرو تر بریدونو او جګړو پس ځايي خلک او تاجران د امنیت په خاطر پر دې شیعه مېشته سيمه له تګ راتګه ډډه کوي.

په تورې وړه لاره دا بندیز د فبرورۍ پر ۱۷مه په اوچت او مندوریو کې د ګاډو پر قافلې تر برید وروسته لګیدلی دی، خو په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته ویلي چې دا بندیز دوی نه دی لګولی.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په کوهاټ کې د شیعه او سني مشرانو ترمينځ په معاهده کې د سیمې د لارو خلاصولو خبره هم شوې وه خو لا ورباندې عمل نه دی شوی.

بل لور ته یو ځايي مشر ملک سلیم خان اورکزي مشال رېډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۲۴مه په صده کې پوځي چارواکي په تورې وړې لارې د بندیز په لیرې کولو رضا شوي خو دا پرېکړه په عارضي توګه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت د فبرورۍ پر ۲۰مه د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر برید څو ورځې وروسته په څرخېلو، اوچت، ډډکمر او مندوریو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل کړل.

چارواکي وايي، عملیات "محدود او هدفي" دي چې پکې د "پوځ، ملېشې ځواک او پولیسو" سرتېري برخه اخلي.

له تېرو شاوخوا پینځو میاشتو راهیسې په کورمه کې د ناامنۍ له وجې لارې تړلې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.

په کورمه کې تر دې وړاندې هم پر مال وړونکو ګاډو حملې شوې دي چې پکې مرګژوبلې هم اوښتې دي.

د تېر کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په وروستیو کې د سنیانو او شیعه ګانو مشرانو د سرکاري جرګې په کوربه توب په سيمه کې پر امنیت خبرې کړې وې. د جنورۍ په پیل کې سرکاري جرګې د شیعه او سني مشرانو ترمینځ د سولې موافقه کړې وه خو پر دې سربېره ترېنګتیا دوام لري.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG