د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان مشران: حکومت د ناامنۍ پر وړاندې "هېڅ اقدام" نه کوي


د جنوبي وزیرستان خلکو د ناامنۍ پر ضد د احتجاج پر مهال په لاسونو کې د سولې سپین بیرغونه نیولي دي ـ پخوانی انځور.
د جنوبي وزیرستان خلکو د ناامنۍ پر ضد د احتجاج پر مهال په لاسونو کې د سولې سپین بیرغونه نیولي دي ـ پخوانی انځور.

د کوز جنوبي وزیرستان ضلعې سیاسي مشران وايي، د سیمې امنیتي حالات یې لا خراب شوي دي.

د هغوی په وینا، ضلعي انتظامیه او امنیتي ادارې هلته پر روانو هدفي وژنو او ناامنیو "بالکل خاموشه" دي.

په هغه ضلع کې د پاکستان پیپلز ګوند مشر امان الله وزیر د فبرورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، نه پوهېږي چې ریاستي ادارې خپلې ذمه وارۍ ولې نه پوره کوي؟

هغه وویل: "هدفي وژنې روانې دي. د عبدالخالق په نامه یو ځايي ملک یې په داسې ځای کې وویشت چې هلته پولیس لاینز دی، اېف سي ده او ارمي (پوځ) هم [پروت] دی. د دوی په مینځ کې یې وویشت او هغه خلک (وسلوال) بیا لاړل. نو هدفي وژنې دي، چاودنې دي او له خلکو بتې (باج) هم غوښتل کېږي."

د فبرورۍ پر ۲۱مه، وسلوالو د واڼه پریس کلب مخې ته پر ملک عبدالخالق ډزې وکړې او هغه وروسته د ډېره اسماعیل خان هسپتال ته د لېږدولو پر مهال سا ورکړه. د هغه د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر ایاز وزیر هم له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې امنیتي ادارو یې په سیمه کې پر روانې ناامنۍ "سترګې پټې" کړې دي.

خو د ضلعي انتظامیې یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا خبره سمه نه ده چې چارواکي خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي.

ده وویل، پوځ او پولیسو په سیمه کې د وسلوالو پرضد هدفي عملیات پیل کړي او هلته د امن ته ژمن دي.

د پاکستان څېړنیزې ادارې وايي، په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ناامني په بېساري ډول زیاته شوې ده.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوڅ بېلتونپالانو په ګډون بېلابېلې وسلوالې ډلې فعالې دي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې یې په حملو کې ګڼ پولیس، پوځیان، امنیتي سرتېري، ولسي مشران، سیاستوالان، دیني عالمان او مدني فعالان وژلي دي. په هغو بریدونو کې ګڼو ولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

له جنوبي وزیرستان سره نېږدې په شمالي وزیرستان کې هم په تېرو کلونو کې هدفي حملې زیاتې شوې دي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۲۴ز کال په هغه ضلع کې ټول ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼ ولسي مشران، د بشري حقونو فعالان او د سرکاري ادارو کارکوونکي پکې وژل شوي ول. د زياترو هدفي بريدونو ذمه واري څوک نه مني.

خو د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پوخ هوډ لري او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG