په شمالي وزیرستان کې چارواکي وايي چې په سپین وام سیمه کې له وسلوالو سره په نښته کې څلور پوځي سرتېري وژل شوي او دوه زخمیان دي.
په میرامشاه کې د استخباراتي ادارې یوه چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د د نوم نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۲۴مه د وسلوالو او پوځ ترمينځ په ډزو کې دوه وسلوال وژل شوي هم دي.
خو هغه دا نه وویل چې وژل شوي وسلوال د کومې ډلې ول. خپلواکو سرچينو د دې خبرې تصدیق نه دی کړی او نه هم کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.
د پاکستان څېړنیزې ادارې وايي، په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ناامني په بېساري ډول زیاته شوې ده.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوڅ بېلتونپالانو په ګډون بېلابېلې وسلوالې ډلې فعالې دي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې یې په حملو کې ګڼ پولیس، پوځیان، امنیتي سرتېري، ولسي مشران، سیاستوالان، دیني عالمان او مدني فعالان وژلي دي. په هغو بریدونو کې ګڼو ولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
له جنوبي وزیرستان سره نېږدې په شمالي وزیرستان کې هم په تېرو کلونو کې هدفي حملې زیاتې شوې دي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په ۲۰۲۴ز کال په هغه ضلع کې ټول ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼ ولسي مشران، د بشري حقونو فعالان او د سرکاري ادارو کارکوونکي پکې وژل شوي ول. د زياترو هدفي بريدونو ذمه واري څوک نه مني.
خو د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پوخ هوډ لري او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.