د کورمې اوسېدونکو په خپلو کلیو کې د عملیاتو خلاف د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په یوشمېر سیمو کې مظاهرې کړې دي.
د سیمې لسګونه اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور د خبریالانو تر مرکزه لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې په سیمه کې دې عملیات بند کړي او نیولي "بېګناه" کسان دې ژر تر ژره خوشې کړي.
د احتجاج یو ګډونوال او ځايي مشر خیالي رحمان اورکزي مشال راډیو ته وویل چې چارواکو د کوزې کورمې د څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي)، مندوریو، ډډ کمر او اوچت سیمو اوسېدونکو ته ویلي دي کورونه دې خالي کړي، خو د ده په وینا، هغوی به دا کار هېڅکله و نه کړي.
کورمېوالو په همدې حال کې خلکو ته د کورونو پرېښودو د حکومتي اعلان، عملیاتو او د وتېزیو د یو مشر حاجي محمد کریم د ګرفتارۍ پر ضد په سده، مندوریو او بګن کې هم مظاهرې کړې دي.
د سدې یو ولسي مشر حاجي سلیم خان اورکزي رسنیو ته ویلي دي چې که حکومت غواړي چې امنیت بحال شي نو په ټوله کورمه کې دې عملیات وکړي او ځینې کلي دي نه په نخښه کوي.
د کوزې کورمې د وتېزیو قبیلې ولس تر دې دوه ورځې مخکې هم په سیمه کې له ډاګو کلي څخه تر بګن پورې لاریون وکړ او هلته یې تر یو ساعت پورې احتجاجي مظاهره وکړه.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې حکومت دې عملیات ودروي ځکه چې له وجې یې ځايي وګړي اغېزمنېږي.
خو چارواکي وايي چې د عملیاتو موخه د خلکو اغېزمنول نه بلکې په ضلع کې امنیت بحالول دي.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر ۲۳مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې حکومت د ناامنۍ پرضد ټول ممکن اقدامات کوي.
دی وايي، همدا لامل دی چې حکومت نه یوازې عملیات پیل کړل بلکې په ضلع کې یې په تېرو بریدونو کې د ککړو ۱۴ کسانو پر سر انعامونه هم اعلان کړي دي.
دې چارواکي ټینګار وکړ چې که حکومت څوک "بېګناه" نیولی وي، نو خوشې به یې کړي. دی وايي، په عملیاتو کې تر اوسه ۸۵ تنه نیول شوي چې پکې هغه ۱۶ کسان هم شامل دي چې پولیسو په خپل ابتدايي پلټنیز راپور یا اېف ای ار کې په وروستیو کې پر مال لېږدوونکې قافلې په برید کې په ککړتیا تورن کړي دي.
دی وايي، پولیسو تور پورې کړی دی چې خلکو د اوچت کلي د ولسي مشر حاجي محمد کریم اورکزي په وینا قافله لوټلې وه، نو ځکه یې هغه نیولی دی.
چارواکي وویل چې له ټولو کسانو پلټنې روانې دي.
ده زیاته کړه چې حکومت په نومبر کې په تاوتریخوالي کې د بګن بازار او اوسېدونکو ته د اوښتي زیان پوره کولو ته ژمن دی او د دې لپاره یې ۶۰ کروړه روپۍ اعلان کړې دي. د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول او له وجې یې د سیمې لسګونه کورنیو کډې کړې دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د فبرورۍ پر ۲۰مه د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر برید څو ورځې وروسته په څرخېلو، اوچت، ډډکمر او مندوریو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل کړل.
چارواکي وايي، عملیات "محدود او هدفي" دي چې پکې د "پوځ، ملېشې ځواک او پولیسو" سرتېري برخه اخلي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور تر عملیاتو یوه ورځ مخکې وویل، په هغه ضلع کې "ورانکاري" نه پرېږدي.
نوموړي په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې د په کورمه کې د امنیت لپاره سم اقدامات کوي، "لارې به خوندي" کوي او "د فساد جوړوونکو د ختمولو لپاره به کوټلي اقدامات" کېږي.
له تېرو شاوخوا پینځو میاشتو راهیسې په کورمه کې د ناامنۍ له وجې لارې تړلې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.
په کورمه کې تر دې وړاندې هم پر مال وړونکو ګاډو حملې شوې دي چې پکې مرګژوبلې هم اوښتې دي.
د تېر کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.
په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په وروستیو کې د سنیانو او شیعه ګانو مشرانو د سرکاري جرګې په کوربه توب په سيمه کې پر امنیت خبرې کړې وې. د جنورۍ په پیل کې سرکاري جرګې د شیعه او سني مشرانو ترمینځ د سولې موافقه کړې وه خو پر دې سربېره ترېنګتیا دوام لري.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.