د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډېره اسماعيل خان وکیلانو د پيپلز ګوند د ځايي مشر د تښتونې ضد احتجاج کړی


قیضز
قیضز

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې وکيلانو د احتجاج له لارې پر حکومت غږ کړی چې د پيپلز پارټۍ تښتول شوی ځايي مشر دې له تښتوونکو څخه خلاص کړي.

وکيلانو نن (فبرورۍ ۲۵مه) له عدالتونو بايکاټ کړی دی. د ډېره اسماعيل خان پولیسو مشر سید مرجان مشال راډيو ته وويل چې د فبرورۍ پر ۲۴مه وسلوالو د پيپلز پارټۍ مشر ايډوکېټ قیضار خان ميانخيل د خپل ساتونکي پولیس او ډرايور سره تښتولي دي.

د وکيلانو د ځايي اتحادیې يو مشر محمد علي د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې قیضار خان په رڼا ورځ تښتول شوی او ژر بايد خوشې شي.

د پولیسو په وينا، کوښښ کوي چې هغوی خوشې کړي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ډېره اسماعيل خان او نورو جنوبي ضلعو کې له يوې مودې راهيسې د سیاسي فعالانو، پوليسو، سوداګرو او حکومتي چارواکو د تښتونو لړۍ دوام لري چې زیاتره وخت يې تحریک طالبان پاکستان ذمه واري مني.

په تښټول شوو کې ځینې بیا د جرګو مرکو یا د تاوان پیسو ادا کولو په بدل کې خوشې شوي خو ځينې وژل شوي هم دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې په هغه هېواد کې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه ۷۰ سلنه زیات شول. د رپورټ له مخې، ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

داراز، په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.

په تېرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې شوې دي او خلکو په بیا بیا له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي ول چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG