د خيبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د نوي کال په لومړيو دوو ورځو کې دوه کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.
د میرلي پولیسو او ځایي خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې وسلوالو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د میرلي له ګلشن اډې څخه يو کس تښتولی وو او یوه ورځ وروسته یې په ډزو ویشتل شوی جسد موندل شوی دی.
دوی وویل چې د وژل شوي تن نوم لیاقت دی او دی د خوشالي سیمې اوسېدونکی وو. تر اوسه چا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې خو پولیس وايي چې د نامعلومو وسلوالو پر ضد یې مقدمه درج کړې ده.
تر دې وړاندې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه هم وسلوالو مشاهد نومي ځایي کس په ډزو وژلی وو.
تر دې وړاندې د ډېسمبر پر ۲۳مه د ميرلي په بړوخېلو کې وسلوال يوه کور ته ننوتل او ناتاره ډزې يې پیل کړي چې په نتيجه کې يې يو سړی او د هغه مېرمن ووژل.
پر هم هغه ورځ په یوه بله پېښه کې د چارواکو په وینا، ناڅرګنده وسلوالو د پوليو کيمپېن يو کارکوونکی له خپله کوره تښتولی وو.
په تېر ۲۰۲۴ز کال په دې قبایلي ضلع کې ټول ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼ شمېر قبایلي مشران، د بشري حقونو فعالان او د سرکاري ادارو غړي پکې وژل شوي ول. د زياترو هدفي بريدونو ذمه واري څوک نه مني.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې بریدونه د ۲۰۲۳ز کال په پرتله ۷۰ سلنه زیات شوي دي. د رپورټ ترمخه ۹۵ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز په نوم د سولې د مطالعاتو يوې څېړنيزې ادارې د جنورۍ پر لومړۍنېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ټول ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.
په دې حساب د ۲۰۲۳ز کال په نسبت په ۲۰۲۴ز کال کې ۳۳ فیصده زیات بریدونه او مرګژوبله شوې ده. رپورټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ز کال په حملو کې ۱،۰۹۲ کسان ژوبل شوي هم ول.
په رپورټ کې راغلي دي چې تېر کال ۳۵۸ امنیتي سرتېري وژل شوي ول چې پکې ۷۸ د ملېشې او فرنټيير کانسټېبلری، ۱۴۰ پوليس او ۱۳ لیویز سرتېري ول. د دې ترڅنګ ۳۵۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۲۱ ټپيان ول.
رپورټ وايي چې تېر کال تر ټولو زیات ۲۹۵ بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول چې پکې ۵۰۹ کسان وژل شوي او ۵۱۷ زخمیان ول. رپورټ زیاتوي چې بلوچستان دویمه صوبه ده چې پکې زیاتې حملې شوې وې. د رپورټ له مخې، تېر کال په دې صوبه کې۱۷۱ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۹ بریدونه بېلابېلو بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو کړي ول.
د شمالي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد وخت په وخت جرګې، لاریونونه او پرلتونه شوي دي.
خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.